امریکا، کاناډا او مکسیکو د ۲۰۲۶ د فوټبال نړیوال جام د کوربتوب امتیاز وګټه

د فوټبال د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام سیالۍ سبا پیلیږي

د فوټبال نړیوال فدراسیون د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام سیالیو د کوربتوب امتیاز امریکا، کاناډا او مکسیکو ته ورکړ.

د دغه کوربتوب د ګټلو لپاره د فیفا غړو رایه اچونه وکړه چې دغو دریو هېوادونو ته ۱۳۴ مثبتې او ۶۵ منفې رایې ورکړل شوې.

له امریکا، کاناډا او مکسیکو سره د کوربتوب د امتیاز ترلاسه کولو په سیالۍ کې مراکش کاندید و، چې بریالی نشو.

تر ۲۰۲۶ کال مخکې به قطر د ۲۰۲۲ نړیوال جام کوربه دی. دغو دریو هېوادونو داسې مهال د نړیوال جام د کوربتوب امتیاز ګټلی چې ټاکل شوې د ۲۰۱۸ کال نړیوال سبا پنجشنبه (جون۱۴)جام پیل شي.

روسیه د دغه جام کوربنه ده او اوله لوبه به د روسیې او سعودي ترمنځ وي.