د لمر چاپېر سترې چاودنې؛ فضا کې د جیومقناطیسي توپانونو خبرداری ورکړل شوی

د لمر له تل څخه د مقناطیسي کتلې د وتلو پا نتیجه کې سترې چاودنې او جیومقناطیسي توپانونه رامنځته کیږي چې "کورونل ماس ایجیکشن" بلل کیږي

د لمر په سطحه د سترو چاودنو له کبله په فضا کې د داسې جیومقناطیسي توپانونو خبرداری ورکړل شوی چې وړانګې به یې د سه شنبې په ماښام جولای ۳۰ (زمري نهمه) د شمالي امریکا، اروپا او استرالیا په ځینو برخه کې ولېدل شي.

د مۍ په میاشتې کې هم په فضا کې جیو مقناطیسي توپانونو له دوو لسیزو وروسته د امریکا د هاوايي ټاپو، هسپانیا، جنوبي افریقا او نړۍ ځینې نورې برخې روښانه کړې وې.

دا توپانونه او چاودنې د لمر له تل څخه د مقناطیسي کتلې د وتلو په نتیجه کې رامنځته کیږي چې "کورونل ماس ایجیکشن" بلل کیږي او ځمکې ته د رسیدو لپاره څو ورځې وخت نیسي.

د امریکا د سمندر او اتموسفیر ادارې د دوشنبې په ورځ وویل چې په وروستیو څو ورځو کې دې ډول څلورو توپانونو د ځمکې په لور حرکت پیل کړی چې د سه شنبې او پنجشنبې ترمنخ به راورسیږي.

دغې ادارې په یادو ورځو کې د جیومقناطیسي توپانونو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د سه شنبې د ماښام جیومقناطیسي توپان به تر نورو پیاوړی وي چې وړانګې به یې ښايي د امریکا په ګڼو شمالي ایالتونو کې ولیدل شي.

دې وړانګو ته "اورورا بوریالیس" یا شمالي وړانګې وايي او تمه کیږي چې په راتلونکو دریو شپو کې په سکاټلنډ، شمالي جرمني، ایرلنډ او بلجیم کې هم د لیدلو وړ وي.

لمریز توپان پر ځمکه لیدل کیږي او شمالي وړانګې بلل کیږي.

د "کورونل ماس ایجیکشن" په ترڅ کې د لمر له تل څخه په میلیاردونو ټنه کتله له مقناطیسي ساحې سره د لمر سطحې ته خارجیږي او د ځمکې پر لور حرکت کوي.

د موسم د څار وبسایټ "سپېس وېدر" د معلوماتو له مخې، په روانه اونۍ کې د ځمکې په لور راروان دغه ډول دوه توپانونه سره یو ځای شوي دي. د جیومقناطیسي توپانونو دا مجموعه "کانیبل کورونل ماس ایجیکشن" بلل شوې ده.

د امریکا د سمندر او اتموسفیر ادارې په راتلونکي کې د لمر په شاوخوا کې د نورو جیومقناطیسي توپانونو د رامنځته کېدو او د ځمکې په لور د راتلو خبرداری ورکړی دی.

له لمر څخه "کورونل ماس ایجیکشن" ځمکې ته له رارسېدو وروسته د ځمکې له اتموسفیر سره د ټکر په نتیجه کې جیومقناطیسي توپان رامنځته کوي، د ځمکې په مدار کې څرخېدونکې سپوږمکۍ اغیزمنې کوي چې له کبله یې په ځمکه کې د رادیو سیګنلونه او د جي پی اس سیستمونه زیانمن کیږي.

ددغو توپانونو له کبله بریښناکوټونه هم اغېزمن کېدی شي. په ۲۰۰۳ کې په دا ډول یوه پېښه کې په سویډن او جنوبي افریقا کې بریښناکوټونو ته زیان رسېدلی و او برېښنا پرې شوې وه.

ډیری د "کورونل ماس ایجیکشن" پېښې د لمر پر مخ په پراخو تورو ساحو کې رامنځته کیږي. د مۍ د میاشتې جیومقناطیسي توپان د لمر په دغسې یوه توره ساحه کې رامنځته شوی و چې د ځمکې له اندازې څخه ۱۷ چنده لویه ده.

د بریتانیا د موسم پیژندنې ادارې ویلي چې د سه شنبې تر ورځې پورې د لمر پر مخ دا ډول ۱۱ تورې ساحې لیدل شوي دي.

لمر د خپل شاوخوا ۱۱ کلن دوران اوج ته په رسېدو دی او په دې ترڅ کې د نورو لمریزو توپاتونونو د رامنځته کېدو اټکل شوی دی. د لمر د دوران اوج "سولر مکسیمم" بلل کیږي او ټاکل شوې چې دا ځل د ۲۰۲۴ د وروستیو او د ۲۰۲۶ د پیل ترمنځ واقع شي.