له ۱۰۰۰ زیات مهاجر له ژغورلو وروسته د ایټالیا بندرونو ته انتقال شوي - رپوټونه 

ایټالیا - مهاجر

د راپورونو له مخې شاوخوا ۱۰۰۰ کډوال د شنبې په ورځ مارچ ۱۱ (کب ۲۰) وروسته له هغه د ایټالیا دوو بندرونو ته انتقال شول چې د هغوی له ګڼې ګوڼې ډکې کښتۍ د مدیترانې په سمندر کې له ستونزو سره مخامخ وې.

دغه کسان په داسې حال کې ژغورل کیږي چې نږدې دوه اونۍ مخکې همداسی یوې کښتۍ چې له ترکیې نه یې حرکت کړی و، د کالابریا ساحل کې ډوبه شوه او د افغانانو په شمول پکې په لسګونو کسان مړه شول.

په ایټالیا کې د افغانستان سفارت د پنجشنبې په ورځ مارچ نهمه (کب ۱۸) په یوې اعلامیې کې وویل چې د ایټالیا په جنوبي ساحل کې د کډوالو غرقې شوې کښتۍ کې د ۹۱ افغان کډوالو هویت تائید شوی چې تر دا مهاله یې د ۴۸ جسدونه پيژندل شوي دي.

په دغه بیان کې راغلي چې په ایټالیا کې مېشتو افغانانو د بېلابېلو مدني ټولنو او نورو مرستندویه بنسټونو په مرسته د افغانانو د هویت تثبیت او هیواد ته د اجسادو د انتقال په اړه هڅې روانې دي.

د ایټالیا د صدراعظمې جورجیا میلوني په حکومت باندې انتقادونه دي چې د کډوالو په ضد سخت قوانین د پناه غوښتونکو د مړینې لامل کېږي. د فبرورۍ په ۲۶ نېټه په ډوبه شوې کښتۍ کې د افغانانو په ګډون شاوخوا ۱۸۰ پناه غوښتونکي سپاره وو.

د ایټالیا د ساحلي ساتونکو ویډیوګانې چې د جمعې په ورځ ناوخته خپرې شوي د کب نیولو یوه لویه کښتۍ ښیي چې د مدیترانې بحیرې د طوفاني اوبو په څپو کې ګیر پاته ده او په لسګونو خلک د کښتۍ پر سطحه لیدل کیږي.

د مختلفو خبري راپورونو له مخې، هغه ۴۸۷ مهاجر چې په کښتۍ کې سپاره وو، د شنبې په سهار په خوندي توګه د کروټون بندر ته لیږدول شوي دي.

په یوه بله پیښه کې ساحلي ساتونکو یوه کښتۍ چې ۵۸۴ مهاجر په کې سپاره وو د شنبې په سهار وروسته له هغه په ریګیو کلابریا بندر کې ودروله چې مسافر یې په مختلفو عملیاتو کې وژغورل شول.

د کښتۍ د ډبیدو وروستي پیښې د ایټالیا حکومت په دفاعي حالت کې راوستی او تیرې پنجشنبې په ورځ صدراعظمې جورجیا میلوني د ناورین ځای ته نږدې په کټرو کې د کابینې غونډه وکړه. هغې یو نوی فرمان صادر کړ چې پکې د انساني قاچاقبرانو لپاره د سخت زندان سزا شامله وه. خو د ژوند ژغورلو د مرستې لپاره په کې کوم نوي اقدامات شامل ندي.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت وايي، سږ کال تر اوسه له ۱۷۵۰۰ څخه زیات کسان د سمندر له لارې دې هیواد ته رسېدلي دي چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې برابره دی.