طالبانو پاکستاني پلاوي ته د ټي ټي پي ډلې د فعالیتونو د مخنیوي ډاډ ورکړی - سرچینې

پاکستاني دپلوماتیکي سرچینې وايي، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې افغانستان لپاره د پاکستاني د ځانګړي استازي په مشرۍ د یو پلاوي سره په کتنه کې له افغانستان څخه پاکستان ته د تروریستي ډلو د ورپیښو ګواښونو د مخنیوي لپاره د پخو او اساسي ګامونو د پورته کولو ژمنه کړې ده.

یوې پاکستانۍ دپلوماتیکي سرچینې د جمعې په ورځ سپټمبر ۲۲ ( وږي ۳۱) امریکا غږ ته وویل، چې پاکستاني لورې ته دا ډاډ د مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د اصف دراني په مشرۍ د پاکستاني پلاوي د پنجشنبې د ورځې په کتنه کې ورکړل شوی دی.

د اصف دراني په مشرۍ یو لوړ پوړی پاکستانی پلاوي، چې امنیتي ادارو چارواکي هم په کې شامل دي د طالبانو د حکومت د چارواکو سره د امنیتي مسلو په ګډون په یو لړ مسلو د خبرو لپاره د پنجشنبې په ورځ کابل ته تللی دی.

کابل ته ددغه پلاوي سفر په دې وروستیو اونیو کې په پاکستان کې د دغه هیواد په امنیتي ځواکونو باندې تروریستي د بریدونو د زیاتیدو وروسته شوی دی.

د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" ډلې د یو شمیر زیاتو تروریستي بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د اسلام اباد د ادعا له مخې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د تحریک طالبان پاکستان د ډلې مشران او وسله وال په افغانستان کې مصون پناه ځایونه لري او د دغه هیواد څخه د سرحد هغه خواته په پاکستان کې امنیتي ځواکونو باندې بریدونه زیات کړي دي.

په دغو بریدونو کې په سلګونو د پاکستان د امنیتي ځواکونو منسوبین پولیس او د پوځ سرتیري وژل شوي چې لړۍ یې لا هم روانه ده.

دپلوماتیکي سرچینې امریکا غږ ته په ټینګار وویل: "د طالبانو چارواکو ته وویل شو، چې د تحریک طالبان پاکستان له خوا د پاکستان پرخلاف د افغانستان خاورې کارول د اسلام اباد لپاره د یو جدي اندیښنې وړ مسله ده".

ددغې سرچینې د وینا له مخې کابل کې د طالبانو چارواکو د " تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فعالیتونو د حنثی کولو لپاره د پخو او اساسي ګامونو د اوچتولو ډاډ ورکړ".

همداشان په دغه غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۲۶۰۰ کیلو متره اوږد سرحد د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره د "منظمو سلامشورو" ترسره کولو باندې هم موافقه وشوه.

د پاکستان چارواکو ددغې کتنې په اړه هیڅ ډول معلومات رسنیو سره نه دي شریک کړي، خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ددغې کتنې په اړه ددغه وزارت یوه اعلامیه رسنیو ته استولې ده، چې په کې مولوي امیرخان متقي له قوله ویل شوي چې: "افغانستان او پاکستان د دوه ګاونډيو او اسلامي هیوادونو په توګه باید د یو بل خلاف د بیانونو له ورکولو ډډه وکړي څو دا د دې سبب نه شي چې د دواړو لوریو تر منځ فاصلې لویې شي".

همداشان په دغه اعلامیه کې ښاغلي متقي ویلي: "هیچاته به اجازه نه ور کوي چې د دواړو هیوادونو تر منځ روابط خراب کړي".

طالبانو په پرله پسې ډول د پاکستاني چارواکو تورونه چې تروریستي ډلې په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان ډله د افغانستان له خاورې په پاکستان کې ددغه هیواد په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي ردې کړي دي.

دمخه پاکستاني چارواکو ویلي و، چې دوی د دغو تروریستي بریدونو په اړه د طالبانو له چارواکو سره ویډیوي شواهد هم شریک کړي وو او هم یې د هغو شکمنو افغانانو جسدونه، چې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې په لیکو کې پر مهمو پاکستاني پوځي اهدافو باندې د جګړې پر مهال د پاکستاني ځواکونو له خوا وژل شوي و طالبانو چارواکو ته ښودلي دي.