فضایي اجرام سپوږمکیو ته ستونزې پیښوي

د اروپا فضایي اداره خبرداری ورکوي چې په هوا کې موجود اجرام او نور پاتې شوني د سپوږمکیو لپاره ستونزې جوړوي.

د اروپا د فضایي ادارې مشر جوهان ویرنر د پنجشنبې په ورځ د فضا څخه د سوله ییزو موخو لپاره د ګټې اخیستې په اړه د ملګرو ملتونو کمیټۍ ته وویل چې نړۍ په فضا کې د ګڼو اجرامو،تیږو او پاتې شونو په منځ کې راګیره ده چې دغه اجسام په هوا کې موجودو سپوږمکیو ته ستونزې پیښولی شي.

ویل کیږي چې دا مهال د ځمکې په مدار کې د یو سانتې متر په اندازې شاوخوا ۷ لکه اجرام او د یو ملي متر په اندازې ۱۷۰ ملیونه تیږې او نور پاتې شونې موجودې دي.

ښاغلي ویرنر وویل چې ډیری ځل د سپوږمکیو د فعالیت کنترولونکي د ټکر له ویرې دې ته اړ کیږي چې د سپوږمکیو مسیر بدل کړي.

د ۲۰۱۷ کال د اپریل په میاشت کې د فضا د چارو ګڼ شمیر پوهان سره په جرمني کې راټول شوي وو او په فضا کې یې د موجودو اجرامو او نورو پاتې شونو د له منځه وړلو په اړه بحثونه کړي وو.

په دغه ټولنه کې د ګڼو لارو چارو څخه یوه یې هم د فضا څخه د بیکاره شویو سپوږمکیو لرې کول او ټولول وو چې دا مهال د یو روباټ له لارې عملي کیږي.

ښاغلي ویرنر په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د فضا څخه د دغو اجرامو لرې کول د ټولو ګډ مسئولیت دی او باید په دغه برخه کې مونږ دا ونه پوښتو چې دغه تیږه او یا هم پاتې شونې د کوم هیواد پورې اړه لري.