هسپانیه د کډوالو د تگ لپاره مهم هیواد گرځیدلی

هسپانیه اوس د کډوالو ستر شمیر قبلوي.

ایتالیا دغه انتقادونه چی د دوی د سخت دریځ رژیم پر خلاف د کډوالو په تړاو کېږی رد کړي دي.

خو مظاهره چېانو د کډوالو د ډوبیدو او مرگ پړه د ا یتالیا د کورنیو چارو پر وزارت وراچوي.

په روم کې د چارشنبی په ورځ د جولای ١٨یو شمیر خلکو د کورنیو چارو د وزارت مخې ته مظاهره وکړله چې خپل لاسونه یې په سور رنگ ککړ کړي و او ظاهراً یې هدف دا و چی د ایتالیا حکومت په دې تورن کړي چې لاسونه ېې په وینو سره دي.

مظاهره وروسته ترهغه وشوه چې د هسپانیې د ژغورنې ېوې خیریه بیړۍ د لیبیا په ساحل کې یوه داسې متروکه ویجاړه بیړۍ پیدا کړله چې د یوې ښځې او یو ماشوم مړي پکې پراته و، او یوه بله ښځه یې ژوندۍ وژغورله.

دغه خیریه موسسه د لیبیا پر ساحلي ساتونکیو تور لگوي چې له کډوالو سره یې مرسته نده کړې.

د ایتالیا حکومت د دې اونۍ په سر کې پنځه نور اروپايي هېوادونه دې ته مجبورکړل چې ۴٥٠ کډوال ورسره شریک کړي.

د اروپايی ټولنې یوه اداره فرنټیکش وايی تقریبا درې زرو کډوالو تیره میاشت د مرکزي مدیترانې له لارې ایټالیا اومالتا ته غزېدلې لاره کارولې ده.

په دغه شمیر کې د تیرکال (٢٠١٧) د جون له میاشتې نه ٨٧ فیصده کموالی ښیي.

ملگري ملتونه وايي له وخت راهیسې چې د ایټالیا حکومت د خیریه موسسو بیړۍ اېټالیا ته له تللو ایسارې کړې دي، په اوو کډوالو کې یو تن په اوبو کې ډوبېږي.

هسپانیه اوس د کډوالو ستر شمیر قبلوي.

د جون په میاشت کې شپږ زره ا و ۴٠٠ کډوال هسپانیې ته ورغلي دي.

ټولټال هغه غېرمنظم کډوال چې اروپاته ورځي د ٢٠١٨ کال په اولو شپږومیاشتو کې د هغوی شمېر شپیتوزرو ته رسیده. دا شمیر د تیرکال د همدې وخت په پرتله تقریبا نیمايي شمیر څرگندوي.