د اروپا د اتلولۍ (یورو ۲۰۲۴) سیالۍ؛‌ هسپانیې په کواټر فاینل کې کوربه جرمني ته ماتې ورکړه

د هسپانیې او جرمنې ترمنځ‌ لوبه نن جمعه،‌ جولای پنځمه (چنګاښ ۱۵مه) د جرمني د شتوت ګارد لوبغالي کې ترسره شوه.

د اروپا د اتلولۍ (یورو ۲۰۲۴) کوارټر فاینل سیالۍ کې چې د جرمني‌ او هسپانیې د فوټبال ملي ‌لوبډلو ترمنځ تر سره شوه، هسپانیې، جرمني ته ۲- ۱ ماتې ورکړه.‌

ددغې لوبه چې نن جمعه،‌ جولای پنځمه (چنګاښ ۱۵مه) د جرمني د شتوت ګارد لوبغالي کې ترسره شوه، لومړی نیمايي بې له دې چې کومه لوبډله ګول ووهي، پای ته ورسید.

خو د دویمې نیمايي په ۵۱ دقیقه کې‌ هسپانوي‌ لوبغاړي 'داني‌اولمو' په یو ساده او ښکلې شوټ سره خپله لوبډله یو- صفر مخکې کړه.‌

جرمني لوبډلې ددغه ګول وروسته، د هسپانیې پر ګول په پرله پسې توګه فشار ته دوام ورکړ او ۷۶ دقیقه کې نږدې وه چې د سیالې لوبډلې دروازه خلاصه کړي، خو توپ د هسپانیې د ګول په پایې ولګیدی او بهر ته ولاړ.

خو په پایله کې د جرمني لوبغاړ هڅو رنګ راوړ او د لوبې په ۸۸ دقیقه کې جرمني بریدګر لوبغاړي، فلورین ویترز وکړای شول چې د هسپانیې د ګول دروازه خلاصه کړي.

په پایله کې د جرمني لوبغاړ هڅو رنګ راوړ او د لوبې په ۸۸ دقیقه کې جرمني بریدګر لوبغاړي، فلورین ویترز وکړای شول چې د هسپانیې د ګول دروازه خلاصه کړي.

دغه په زړه پورې او حساسه لوبه په ۹۰ قانوني‌ دقیقو کې پداسې حال اضافي وخت ته ولاړې، چې د لوبې بریتانوي لوبڅار ، انټوني ټیلر د لوبې له لومړې څخه بیا د لوبې تر پایه (۱۲۰دقیقو) پورې د جرمني او د هسپانیې لوبغاړو ته په ترتیب سره اته- اته زیړ کارتونه ورکړل.

د لوبې د قانوني۹۰ دقیقو وروسته، د اضافي وخت لومړي ۱۵ دقیقې هم بیله کوم ګوله پایته ورسیدې، خو په دویمه نیمه اضافي وخت کې، د هسپانیې لوبډله د خپل بریدګر لوبغاړي مایکل مرینو په مرسته د لوبې رخ بدل کړ.‌

مایکل مرینو د لوبې په ۱۱۹ دقیقه کې د 'داني‌اولمو' یو ښکلې پاس په ګول بدل کړ او پدې توګه یې نیمه پایلوبې ته یې د کوربه جرمني لوبډلې د مخکې تګ، هیلې مړاوې کړې.

یاده دې وي چې هسپانیه، جرمني، پرتګال، فرانسه، انګلستان، سویس، هالنډ او ترکیه هغه اته لوبډلې دي چې د اروپا د اتلولۍ (یورو ۲۰۲۴)کوارټر فاینل ته یې لاره پیدا کړې ده.

په درېیم او څلورم کوارټر فاینل کې سبا، شنبې د جولای شپږمه نېټه، انګلستان له سویس او ترکیه له هالند سره مخ کیږي.

دا اروپا د اتلولۍ (یورو ۲۰۲۴) جام د ۱۷م پړاو سیالۍ د جون په ۱۴ پیل شوې او د جولای په ۱۴ به پای ته ورسېږي. دا لومړی ځل دی چې یوازې جرمني د دې سیالیو کوربه توب کوي.