د کندز په ګاونډیو ولایتونو کې به د واکسین ځانګړی کمپاین عملي شي

د کندز ولایت د کتلوي معافیت او په دې ولایت کې دنړیوال صحي سازمان د پولیو د برخې د مسولینو وایي ، د دوې هڅې وې چې په کندز کې یې د پولیو د دویمې پیښې د رامنځ ته کیدو مخیوی وشي.

په کندز کې د نړیوال صحي سازمان یا WHO ولایتي مسول ډاکټر عبدالکریم باجوړی وايي، دوي د پولیو د مخنیوي په خاطر ځینې اختصاصي کمپاینونه هم کوي، چې زر تر زره دغه ویروس له منځه یوسي.

هغه وویل" د مراقبتي مرکزونو مسولین لرو، چې هر کال به له کندوز څخه له ۱۲۰ څخه تر ۱۳۰ پورې پیښې راپور کولې او هیڅ پیښه یې مثبت نه وه، دا د کتلوي معافیت او نړیوال صحي سازمان هڅې وې چې پنځه کاله هیڅ مثبت پیښه راپور نه شوه،او د ۲۰۱۷ کال پیښه به په دغه ولایت کې اخرنۍ پیښه وي او که همداسې د خلکو همکاري موجود وي نو په راتلونکو دریو کالو کې به افغانستان له پولیو پاک اعلان شي".

د کندز د کتلوي معافیت مسول ډاکټر غلام جیلاني عطايي وايي، اوس مهال دوي د پولیو څاڅکو په کمپاین کې هیڅ ډول ستونزې نه لري، خو اوس هم ځینې کورنۍ د واکسین مخالفت کوي.

ده وویل" د پولیو ویروس سرحد نه لري، هغه ماشومان چې له واکسینو څخه محروم دي دغه ویروس په همغو ماشومانو حمله کوي چې د پولیو څاڅکي یې نه وي اخیستي، خو مونږ د پولیو د مخنیوي په خاطر ددغه ډول ماشومانو د اطراف ټول ماشومانو ته معافیت ورکوو او واکسین کوو یې خو هڅه کوو چې خپله له پولیو څاڅکو پاتي شوي ماشومان واکسین شي".

د پولیو یو رضاکار وحیدالله کاروان وايي، پخوا به خلکو دوي سره د واکسین کولو پر مهال ډیر زشت چلند کولو، خو اوس کورنۍ په دې پوه شوي چې د پولیو څاڅکي ددوي د ماشومانو لپاره ارزښت لري.

هغه وویل"څلور کاله کیږي چې د واکسینو په برخه کې کار کوم، کله چې به اطراف ته تلم نو خلکو به واکسین ردول او له رضاکارو سره به یې زشت رفتار کاوه، خو اوس خلک د علماو له لارې په دې پوه شوي دي چې د پولیو څاڅکي مهم دي، خلک اوس خپل ماشومان خپله راوباسي چې واکسین شي".

د کندز د ښار یو شمیر اوسیدونکي لا هم د پولیو د څاڅکو د کمپاین پر وخت خپلو اولادونو ته واکسین نه ورکوي، خو ډاکټران او دیني عالمان وايي چې د تداوي د مرض تر راتلو دمخه سنت طریقه ده.