سپین غر پړانګانو د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ اتلولي وګټله

سپین غر پړانګانو د شپږیزې کرکټ اتلولي وګټله

په افغانستان کې د کرکټ د شپږیزې لیګ سیالۍ چې شاوخوا دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې نن پنجشنبه اګست څلورمه (زمري ۱۳) پای ته ورسېدې.

دا لوبې په کابل کې وشوې چې په پایلوبې کې سپین غر پړانګانو لوبډلې د بوست ساتونکو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د سپین غر پړانګانو د لوبډلې مشر عثمان غني او د بوست ساتونکو د لوبډلې مشر حشمت الله شهیدي وو. دوی دواړه د ملي لوبډلې لوبغاړي دي.

په پایلوبه کې سپین غر لوبډلې د بوست ساتونکو ته د ۱۸۹ منډو هدف ورکړ چې بوست لوبډلې پوره نشوه کړای، که څه هم د بوست لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي په پایلوبې کې څه باندې ۵۰ منډې وکړې.

د شپږیزه لیګ سیالۍ د جولاۍ ۱۸ (چنګاښ ۲۷) د کابل د کرکټ په «نړیوال میدان» پیل شوې او ټولټال ۱۹ ورځې روانې وې.

دا لوبې د افغانستان د «ملي سپورټ» په چاینل باندې هم ژوندۍ ښودل کېدې. ټولې ۳۲ لوبې وشوې دي. شپږیزه لیګ د ۲۰ اورونو لوبې دي چې هر کال یو ځل کېږي او دا یې اتم پړاو دی.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د دغه لیګ او سیالیو لوی هدف د کرکټ مینه والو ته سالمه تفریحه برابرول او د کرکټ پرمختګ و.

په شپږیزه لیګ کې په تېرو کلونو کې شپږ لوبډلې لوبېدلې، خو سږکال سږکال د لوبډلو شمېر اتو ته پورته شو چې کابل بازان، بوست ساتونکی، مس عینک اتلان، سپین غر پړانګان، امو نهنګان، بند امیر ښارمان، پامیر زلمي او د هندوکش ستوري. دا دوې وروستۍ لوبډلې نوې دي.

د اعلان شوې مهالوېش له مخې پایلوبه باید سبا ترسره شوې وای، خو دا چې افغانستان د اګست په نهمه له ایرلنډ سره پنځه شل اوریزې لوبې پیلوي، پایلوبه یې یوه ورځ مخکې کړه چې لوبغاړي په سفر ځي.