د اسیا کپ کرکټ سیالۍ؛ سري لانکا هند ته ماتې ورکړه 

هند د اسیا کب د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې خپله دویمه لوبه هم وبایلله

د اسیا کپ د کرکټ په روانو سیالیو کې سري لانکا هند ته ماتې ورکړه.

دا د څلورو غوره لوبډلو په پړاو کې د سري لانکا دویم بری او د هند دویمه ماتې ده. سري لانکا تر دې مخکې افغانستان ته هم ماتې ورکړې وه او پاکستان وړمه ورځ هند ته ماتې ورکړې وه.

د سه شنبې په ورځ سپتمبر شپږمه (وږې ۱۵) په لوبې کې سري لانکا د پچې له ګټلو وروسته هند ته د منډو کولو بلنه ورکړه چې هند په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه.

د هند په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې ۷۲ منډې روهیت شرما ورکړې.

د سري لانکا په لوبډلې کې د سر دوو توپ وهونکو منډېس او نیسانکا ۵۷ او ۵۲ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې لپاره یې د بري ښه اساس کېښود.

سري لانکا دا هدف په وروستي اور کې پوره او لوبه یې وګټله.

د اسیا کپ د څلورو غوره لوبډلو په پړاو کې افغانستان سبا له پاکستان سره لوبه لري. دا لوبه په شارجه کې ده. افغانستان په ګروپي لوبو کې بنګله دېش او سري لانکا ته ماتې ورکړې وه خو د څلورو غوره لوبډلو په پړاو کې یې په سري لانکا لوبه وبایلله.