د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د افغان تخلیې ائتلاف تفاهم لیک نوی کوی

سپینه ماڼۍ وایي چې د افغانستان څخه د متحدینو د ایستلو بهیر لا هم روان دی.

ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او د افغان تخلیې په نامه ائتلاف راتلونکې دوشنبې جون ۱۲ تفاهم لیک نوی کړي.

د وزارت په اعلامیې کې جمعه جون (غبرګولي ۱۹) ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او د افغان تخلیې مشر شان وان ډایور به د تفاهم لیک د لاسلیک کولو په مراسمو کې برخه واخلي او په شرایطو برابرو افغانانو او کورنیو غړیو د ایستلو او بیا میشت کیدو د هلو ځلو په هکله به د بهرنیو چارو وزارت د ژمنې په دوام ټینګار وشي.

د افغان تخلیې په ائتلاف کې څه باندې ۲ سوه سازمانونه برخه لري چې د متحده ایالاتو حکومت سره په ګډه د افغانانو بیا میشت کیدو د چارو سره مرسته کوي.

د بهرنیو چارو وزیر به پدې مراسمو کې د دې ائتلاف د سلګونو رضاکارانو هڅې وستایي چې د امریکا په ټولو پنځوسو ایالتونو کې د افغان کډوالو په بیا میشت کیدو کې مرسته کوي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې ښاغلی بلینکن به پخپلو خبرو کې د متحدینو ښه راغلاست او دوامدار ښه راغلاست په عملیاتو کې د رضاکارانو هڅې او فعالیتونه وستایي او د دې عملیاتو سره به د بهرنیو چارو وزارت ژمنه تازه کړي.

سره لدې چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په کابل کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته په کابل کې خپل سفارت وتاړه خو سپینه ماڼۍ وایي چې لا هم د افغانستان د متحدینو د ایستلو لړۍ روانه ده.

د امریکا د ملي امنیت د شورا د ستراتېژیکو اړیکو هماهنګ کوونکي جان کربي تیره میاشت وویل چې "موږ خپل کار روان ساتو چې خپل متحدین له افغانستان څخه وباسو او هېواد [متحدو ایالتونو] ته یې انتقال کړو. دا زموږ یو جدي مسئولیت او ژمنه ده".

هغه وویل چې د انتقال بهیر نه دی درېدلی او نه هم په پام کې ده چې ودرول شي. جان کربي زیاته کړه، "موږ تر دې دمه تر ۱۰۰زره زیاتو افغانانو ته په متحدو ایالتونو کې ښه راغلاست ویلی دی".

له افغانستان څخه په اېستل شویو او اېستل کېدونکو کسانو کې د بهرنیو ځواکونو پخواني همکاران، د مخکني حکومت د امنیتي ځواکونو غړي، مقامات، کارکوونکي، مدني او د ښځو حقونو فعالان، خبریالان او نور شامل دي.

امریکايي مقامات وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې یې د انتقال په بهیر کې له افغانستان څخه څه باندې ۱۲۵زره کسان اېستل شوي چې شاوخوا ۹۰زره یې بیا امریکا ته انتقال شول.