د شمالي کوریا مشر روسیې ته رسیدلی: روسي مطبوعات

د روسیې دولتي خبري اژانس ریا ناوستي ویلي یو اورګاډی چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون پکې سپور دی په سیمه ایز وخته سه شنبه سپټمبر ۱۲ (وږي۲۱) روسیې ته داخل شوی.

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت هم تر دې وړاندې ویلي وو چې ګمان کیږي د شمالي کوریا مشر روسیې ته په اورګاډي کې تللی.

دا په تیرو څلورو کالونو کې لومړی ځل دی چې د شمالي کوریا مشر یو بهرني هیواد ته سفر کوي.

په روسیې کې مطبوعاتو ویلي چې ټاکل شوې ښاغلی کیم په همدې روانې اوونۍ کې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره وګوري.

د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف هم پرته لدې چې د دواړو مشرانو تر منځ د ملاقات په هکله ټول جزیات ورکړي مطبوعاتو ته ویلي چې هغوي به په ملاقات کې د حساسو موضوعاتو په هکله خبرې وکړي.

ښاغلي پیسکوف په خبري کنفرانس کې وویل چې د شمالي کوریا او روسیې مشران به د متحده ایالاتو خبرداري له پامه وغورځوي.

هغه زیاته کړه، "ښکاره ده چې د ګاونډیو په توګه زمونږ هیوادونه په حساسو برخو کې همکاري کوي چې په عامه توګه پرې خبرې نشي کیدلی او نشي اعلانیدلی."

پیسکوف وویل چې دا ډول ملاقاتونه د دولتي هیوادونو تر منځ په بشپړه توګه عادي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان تیره اوونۍ خبردرای ورکړی و که شمالي کوریا روسیې ته د اوکراین په جګړې کې د کار اخیستو لپاره وسلې ورکړي، پیونګ یانګ به یې د عواقبو سره مخ شي.

ښاغلي سولیوان دا څرګندونې داسې مهال کړي چې ټاکل شوې د روسیې او شمالي کوریا مشران د همدې موضوع په هکله ډیر ژر سره وګوري.

د متحده ایالاتو دې جګپوړي امنیتي چارواکي همدارنګه ویلي چې روسیه ښایي د شمالي کوریا څخه په تر لاسه شویو وسلو په اوکراین کې د خوراکي موادو په سرچینو او هغو زیربناوو بریدونه وکړي چې پدې هیواد کې د ژمي په موسم کې د خونو تودولو لپاره ترې کار اخیستل کیږي.

جیک سلیوان وړاندې وویل چې روسیه کوښښ کوي د یو خودمختاره هیواد خاوره ونیسي.

هغه زیاته کړه، "دا به د شمالي کوریا لپاره ښه انعکاس ورنکړي او په نړیوالې ټولنې کې به هغوي (شمالي کوریا) د دې قیمت ادا کړي."

خو د کرملین ویاند وویل چې د شمالي کوریا په ګډون د ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو په جوړولو کې " د واشنګټن خبرداري نه ، بلکې د دواړو هیوادونو ګټې مهمې دي".

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د معلوماتو له مخې د روسیې جمهور رئیس د شمالي کوریا څخه د توپ مرمۍ او د ټانک ضد توغندي غواړي خو بل پلو بیا د شمالي کوریا مشر د خپلو اوبتلونو لپاره چې په اتومي برښنا سمبالې دي او سټلایټونو لپاره پرمختللې ټکنالوژۍ په لټه کې دی.