امریکا: مارک فریریکس د طالبانو له بند څخه ازاد شو

مارک فریریکس د ۲۰۲۰ د جنورۍ په میاشت کې په کابل وتښتول شو

سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تائید کړه چې له یو لړ هلو ځلو وروسته یې په افغانستان کې نیول شوی امریکایي مارک فریریکس د طالبانو له بند څخه ازاد کړی او اوس کور ته په لار دی.

طالبانو د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۹ (وږې۲۸) وویل چې دوی ښاغلی فریریکس د خپل یو پخواني مالي ملاتړي او نژدې کس بشیر نورزي سره تبادله کړی دی، مګر د سپینې ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت په اعلامیو کې د تبادلې خبره نه ده شوې او نه هم د ښاغلي نورزي د پرېښودو یادونه شوې ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپلې اعلامیې کې د ټولو هغو اړخونو څخه مننه کړې ده چې د ښاغلي فریریکس په خوشې کېدو کې یې هلې ځلې کړي دي.

نوموړي ویلي دي: «نن موږ د مارک فریریکس خلاصول تضمین کړل او هغه به ژر کور ته راشي. مارک د ۲۰۲۰ د جنورۍ په میاشت کې په افغانستان کې ونیول شو او ۳۱ میاشتې بندي و. د هغه خلاصول زموږ د حکومت د ژمنو ملکي کارکوونکو او نورو شریکو حکومتونو د کلونو کلونو او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو نتیجه ده او زه د دوی د هڅو له کبله د دوی منندوی یم.»

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامې کې د ښاغلي‌ فریریکس خلاصول یو ښه خبر ګڼلی دی.

په اعلامیې کې د وزیر انتوني بلینکن له خولې ویل شوي‌ دي: «د بهرنیو چارو په وزارت کې د خپلې ډلې او د ملي‌امنیت د مسلکي کسانو او همدغه راز په قطر کې د خپلو شریکانو منندوی یم. خپلې کورنۍ ته د مارک راستنېدل له طالبانو سره د جدي تعامله نتیجه ده.»

په دغې اعلامیې کې ویل شوي‌ دي چې مارک فریریکس د امریکا د متحدو ایالتونو د سمندري ځواکونو متقاعد پوځي و.

د سپینې ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیو ویل شوي‌ دي ‌چې د امریکا د حکومت لومړیتوب دا دی چې په بهر کې ټول بندي او توقیف شوي‌ امریکايي وګړي خوشې کړي چې له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

طالبانو ویلي‌ دي چې ښاغلی فریریکس یې د خپل یو پخواني مالي ملاتړي بشر نورزي سره تبادله کړی دی. بشري نورزی څو کاله مخکې په امریکا کې د نشه يي‌ توکو د قاچاقو په تور نیول شوی او په فدرال زندان کې بندي و. ځینو طالبانو بیا رسنیو ته ویلي‌ دي چې هغه په ګوانتنامو کې هم بندي و.

طالبانو هیله ښودلې ده چې دا «تبادله به د امریکا او طالبانو ترمنځ د اړیکو» د ښه والي سبب شي.