بایډن په اردن کې د خونړي برید پړه پر ایران پلوه وسله والو اچولې

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سوریې سرحد ته نژدې د اردن په شمال ختیځ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د دریو امریکايي عسکرو په وژل کېدو خواشینې ښودلې او ددې برید پړه یې د ایران ملاتړ لرونکو وسله والو ډلو پر غاړه اچولې ده.

ایران په دغه برید کې لاس لرل رد کړي او د امریکا او بریتانیې هغه ادعاوې یې رد کړي چې وايي تهران په دغه برید کې د لاس لرونکو ډلو ملاتړ کاوه.

امریکایي چارواکو ویلي چې پدې برید کې لږ تر لږه ۳۴ امریکایي سرتیري ټپي شوي هم دي.

سپېنې ماڼۍ د ولسمشر بایډن په حواله په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د دغه برید په اړه لا هم معلومات او حقایق ټولوي خو، «پوهېږي چې دا برید د ایران له ملاتړه برخمنو افراطي ملېشه ډلو چې په عراق او سوریې کې دي، کړی» دی.

ولسمشر بایډن ویلي دي چې «جل ( د جمهور رئیس میرمن )او زه په دغه نفرت پاروونکي او نا عالانه برید کې د خپلو سرتېرو د وژل کېدو په غم کې د هغوی د کورنیو او ملګرو- او ټولو امریکایانو- سره شریک» یو.

ولسمشر بایډن د دغو سرتېرو قربانۍ ستایلي او د درناوي‌ مراتب ورته وړاندې کړي او ویلي دي چې هغوی د «خپلو امریکایي وطنوالو، ایتلافیانو او ملګرو د مصونیت لپاره خپل مصونیت له خطر» سره مخامخ کړی.

جو بایډن ویلي دي چې د دغو عسکرو تعهد ته په کتو به «له ترهګرۍ سره مبارزه روانه» ساتي او په دغه برید کې دخیل او مسئول کسان به پیدا او حساب او کتاب ورسره وکړي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې یو راپور کې ویل شوي چې په عراق کې د اسلامي مقاومت په نامه د ملیشو ډلې چې ایران یې تر شا ولاړ دی په امریکایي ځواکونو د دې برید د کولو ادعا کړې.

د دې ګروپ یو غړي واشنګټن پوسټ ته ویلي "لکه څرنګه مو چې پخوا ویلي و، که امریکا د اسرائیل ملاتړ ته دوام ورکړي، جګړه به شدت واخلي".

دې چارواکي همدارنګه ویلي چې په سیمې کې د "متحده ایالاتو ټولې ګټې مشروع اهداف دي. د متحده ایالاتو د ځواب ویلو د ګواښ پروا نکوو. مونږ پوهیږو چې په کوم لوري روان یو او شهادت زمونږ تحفه ده".

په عین حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو او بریتانیې تورونه رد کړي چې ګنې دا هیواد د هغو ملیشو ملاتړ کوي چې په اردن کې یې په امریکایي ځواکونو دا برید کړی.

د ارنا رسمي خبري اژانس د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ناصر کنعاني له قوله په یو راپور کې ویلي چې "دا ډول څرګندونې د ځانګړو سیاسي اهدافو لپاره کیږي".

د اکتوبر د اوومې نېټې څخه د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل کېدو وروسته، په منځني ختیځ کې په امریکايي عسکرو او پرسونل باندې بریدونه زیات شوي دي.

په عراق کې د متحدو ایالتونو ۲۵۰۰ او سوریې کې ۹۰۰ عسکر دېره دي چې د ایتلاف له نورو عسکرو سره یو ځای د داعش په ضد جنګېږي.

امریکايي چارواکي‌ وايي د اکتوبر میاشتې راهېسې په دغو امریکایي ځواکونو باندې لسګونه بریدونه شوي دي. د اکثریت دغو بریدونو مسئولیت په عراق کې «اسلامي مقاومت ډلې» اخیستی دی.

دغه ډله د غزې په جګړې کې د اسرائیل د ملاتړ له کبله د متحدو ایالتونو د دریځ په ضد ده. په امریکايي ځواکونو باندې د بالستیک میزایلو بریدونه د تاوتریخوالي زیاتوالی په ګوته کوي، تر دې مخکې دغو ډلو په خپلو بریدونو کې د ساینس له پلوه د ټېټې کچې توغندي او بې پیلوټه الوتکې کارول.