افغانستان به ۲۰۲۱ کې د ناټو لپاره امنیتي ننګونه وي – سټولټنبرګ 

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ

د شمالي اتلانتیک د تړون ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ویلي چې ۲۰۲۱کال نه یواځې د کروناویروس د وبا په خاطر بلکه په افغانستان کې د دې تړون د ماموریت په ګډون د مختلفو امنیتي ننګونو په دلیل ځانګړی اهمیت لري.

ښاغلي ستولتنبرګ د چهارشنبې په ورځ جنورۍ شپږمه (مرغومي ۱۷) په یو ویدیویي پیغام کې وویل: "۲۰۲۱کال د ناټو لپاره ډیر مهم دی، ځکه په افغانستان کې د خپل شتون په اړه باید پریکړه وکړو."

د ناټو عمومي منشي د افغانستان د جمهوري حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې د مذاکراتو هر کلی وکړ او ویې ویل چې دغه مذاکرات سولې ته د رسیدو او د سیاسي تفاهم له لارې د جګړې د پای ته رسیدو یواځنۍ لار ده.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي هیئت د بل پړاو مذاکراتو لپاره د سه شنبې په ورځ جنورۍ پنځمه قطر ته رسیدلی دی.

ښاغلي ستولتنبرګ د افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو او یا نه وتلو په هکله ویلي چې دغه تړون په سخت موقف کې دی. هغه وویل: "راتلونکې میاشت د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیران غونډه کوي او هغوی باید پریکړه وکړي چې آیا خپل پوځیان په افغانستان کې وساتو او په اوږمهاله پوځي شتون کې د ګیر پاته کیدو خطر ومنو یا هم داچې [افغانستان] خوشې کړو او د نړیوالو ترهګرو په ځاله باندې د هغه د بیا بدلیدو خطر ومنو."

خو بیا هم د ناټو عمومي منشي ټینګار وکړ چې تر ټولو مهمه داده چې افغانستان یو ځل بیا نړیوالو ترهګرو ته په امن ځای بدل نشي. هغه د امریکا سره په موافقه کې د طالبانو ژمنې ته په اشارې وویل طالبان باید خپلې اړیکې د القاعده شبکې په ګډون د نړیوالو ترهګرو سره وشلوي.

د امریکا-طالبانو د موافقې له مخې چې د ۲۰۲۰په فبرورۍ کې په دوحه کې لاسلیک شوې باید له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه د ۲۰۲۱کال د مۍ تر میاشتې پورې ووځي. خو د ناټو مقاماتو یو شمیر امریکایي لوړپوړو پوځیانو ټینګار کړی دی چې د افغانستان څخه د ځواکونه بشپړه ایستل د دوحې د تړون ژمنو ته د طالبانو په پابندۍ پورې اړه لري.