"طالبان د پښتون ژغورنې د تحریک ضد مه کاروئ" دا هغه هیش ټیگ دی چې د واڼا د پیښې نه وروسته د پښتون ژغورنې تحریک ملاتړو په ټویټر پېل کړیدی. په دغه هیش ټیگ کې د څلویښتو زرو نه زیات ټویټونه شویدي او دغه لړۍ لا روانه ده.
د وزیرستان د واڼا په سیمې کې د یکشنبې د ورځې د پیښې نه وروسته چې پکې درې تنه وژل شوي او په لسگونو زخمیان دي، د منظور پښتین په غوښتنه په بیلا بیلو سیمو کې احتجاجونه پیل شویدي او په ټویټر د 'طالبان د پښتون ژعورنې د تحریک ضد کارول پریږدئ' هیش ټیگ پیل شوی.
منظور پښتین په خپل فیس بک لائیو کې د پاکستان په پوځ تور ولگاوه چې پوځ او طالبانو یوځاې د واڼا په عام ولس ډزې کړیدي.
د عوامي نیشنل گوند مرکزي مشر افراسیاب خټک په خپل ټویټر ولیکل چې اوس پوهه شو چې پي ټي ایم ته د پاکستان ضد ولې ویل کیږي. ځکه چې پي ټي ایم د طالبانو ضد دی او طالبان د پاکستان ستراتیجک اثاثه ده.
اب پتہ چل گیا ہے کہ پی ٹی ایم کو ریاست مخالف کیوں کہا گیا ۔ کیوں کہ وہ دہشتگرد طالبان کی مخالف ہے جو کہ ریاست کا سٹرٹیجک اثاثہ ہے ۔#DontUseTalibanAgainstPTM
— Afrasiab Khattak (@a_siab) June 3, 2018
په اسلام اباد کې میشت د بشري حقونو فعال او د پي ټي ایم ملاتړې عمران خان په خپل ټویټر لیکي
Today PTM workers were attacked by the Good Taliban for raising the slogan "yay jo dehshatgardi hai, iss kay peechay wardi hai" in Wana. In response, the same slogan will be raised almost all over Pakistan, to protest against the attack. #StopUsingTalibanAgainstPTM
— Imran Khan (@iopyne) June 3, 2018
"نن د پي ټي ایم په ملاتړو ښه طالبانو لدی کبله حمله وکړه چې هغوي دا شعار ورکوي چې پوځ د ترهگرۍ ملاتړ کوي. د دې په ځواب کې به اوس دغه شعار په ټول پاکستان کې دغه شعار ولگول شي "
د پښتون تحریک یو غړي او رهبر گلمرجان هم د واڼا د حملې په اړه ولیکل. هغه وایي
The recent incident in Wana, South Waziristan has once again proved the nexus between security forces & Taliban. I request all friend to remain peaceful because peace is our strength and death knell for Pashtun enemies.#StopUsingTalibanAgainstPTM
— په وینو کې لت پت پښتون (@gul_marjan) June 3, 2018
"د واڼا وروستۍ پېښې د طالبانو او پوځ اتحاد بو ځلې بیا په ډاگه کړ. زه د ټولو ملگرو غوښتنه کوم چې سوله ایز وسي."
د ټویټر یو بل کارونکی ابرار خان لیکي
د پنجابي فوج او د هغوې د بوټ چاټو طالبانو لخوا په علي وزير او د هغوې په ملګرو د حملې په کلکو ټکو غندنه کوواو دا هم ورته وایو چې پنجابي فوج دې نور د لر او بر افغانان صبر نه ازمایې کنه نتيجه به يې ډيره خطرناکه وي#StopUsingTalibanAgainstPTM @AzadQabayel @shereenyar1
— Abrar Khan (@AbrarKh89457340) June 3, 2018
د پېښور د صدر په سیمې کې د واڼا د پیښې ضد مظاهرهچیانو په لوحو لیکلې و چې سرکاري طالبان نه مني.
In front of Speen Jumat, Uni Road Peshawar, this time. PTM Protest against the attack Pro-Pakistan/Good Taliban on PTM rally, today, in #Wana.#StopUsingTalibanAgainstPTM@a_siab @afghan_tariq @BushraGohar @goharnangyal pic.twitter.com/7FdFvAoTjD
— Shah Nawaz Mashaal (@MianYousafzai) June 3, 2018
د پاکستان د پوځ سختت غبرگون
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور یوې خبرې غونډې ته د پښتون ژغورنې د تحریک د مشر منظور پښتین د تورونو په غبرگون کې ویلي دي چې دغه تحریک د "یو چا په لمسونې" کار کوي.
هغه وویل" مونږ خبر یو چې منظور محسود، منظور پښتین څنگه شو، د هغه ټوپۍ د کومه راغله. "
د پاکستان د پوځ ویاند وویل چې د تیرو څلورو میاشتو په مودې کې په ټویټر پنځه زره نوې اکاونټونه په افغانستان کې جوړ شویدي چې د پاکستان په ضد ټویټونه کوي. هغه خبردارې ورکړ چې د پوځ ضد خو به وزغمي خو د پاکستان ضد پروپیگنډ نه زغمي.
اصف غفور دا هم وویل چې د تحریک د مشرانو منظور پښتین او محسن داوړ سره یې ملاقات شوېدی او محسن ورته بیا دا هم ولیکل چې هغه د ملاقات نه خوشحاله دی.
د اصف غفور دغه تورونه ته محسن داوړ په خپل ټویټر سمدستي ځواب ورکړ. ښاغلی داوړ ولیکل،
Here is the tweet Asif Ghafoor was talking about in his presser, we do not criticise anyone for sack of criticism,if something positive is happening we do acknowledge . I appreciated removal of watan card but at d same time demanded to address other issueshttps://t.co/icrIMtYtpC
— Mohsin Dawar (@mjdawar) June 4, 2018
"دا هغه ټویټ دی چې باجوه په خپلې خبرې غونډه کې یاد کړ. مونږ په چا د دې لپاره نیوکې نه کوو چې هدف یو یواځې نیوکې کول دي. کله چې څه مثبت کار وشي نو مونږ یې منو. مونږ د وطن کارټ د ختمولو د پریکړې هرکلې کړی و خو د نورو غوښتنو د منلو یو هم ویلي و"
د پښتون ژغورنې تحریک د تیرو څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې احتجاجونو ته دوام ورکړیدی. د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت د تحریک سره د خبرو لپاره یوه جرگه هم ټاکلې ده.