سږ کال به افغانستان کې په تاریخي کچه د کوکنارو کښت کم وي، څیړنه

د یوې نوې څیړنې معلومات ښیي چې سږ کال به په افغانستان کې د کوکنارو کښت دومره لږ وي چې په تاریخ کې ساری نلري.

د الکیس څیړنیز شرکت چې مرکز یې په بریتانیې کې دی، جمعه جولای ۲۶ ( زمري پنځمه) په تازه راپور کې چې د سټلایټ څخه په لوړ کیفیت سره اخیستل شویو انځورونو له مخې یې ترتیب کړی، ویلي چې د کوکنارو کښت د کموالی علت په افغانستان کې د طالبانو لخوا ددې بوټي په کر کیلې بندیز دی چې دوه کاله وړاندې یې لګولی دی.

د الکیس شرکت دا انځورنه د افغانستان د ۱۴ ولایتونو څخه اخیستي دي چې هلمند، کندهار، ارزګان، فراه، ننګرهار او بغلان ولایتونه هم پکې شامل دي چې ډیر کوکنار پکې کرل کیدل.

په راپور کې ویل شوي چې په همدې ۱۴ ولایتونو کې په ۲۰۲۲ کال کې په ۲۰۱۷۲۵ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي و چې د افغانستان د ټولو کوکنارو د کښت ۹۲ فیصده کیږي پداسې حال کې چې په همدې ولایتونو کې بیا په ۲۰۱۹ کال کې ۲۱۹۹۷۸ هکتار ځمکه کې دا بوټي کرل شوي و چې د تریاکو او نورو مخدره موادو په جوړیدو کې ترې کار اخیستل کیږي.

دې ادارې ویلي چې د طالبانو د بندیزونو له کبله په ۲۰۲۳ کال کې په همدې ۱۴ ولایتونو کې چې د الکیس شرکت د سټلایټ څخه عکاسي کړي، په ۱۵۶۴۸ هکتار ځمکه کې کوکنار کرل شوي و چې د تیر کال په پرتله پکې ۵۰ په سلو کې کموالی راغلی او په روان ۲۰۲۴ کال کې بیا یوازې په ۳۶۴۱ هکتاره ځمکه کې دا بوټي کرل شوي.

د الکیس شرکت په راپور کې ویل شوي چې سږ کال به د اټکل له مخې د کوکنارو کښت دومره لږ وي چې په تاریخ کې یې ساری نشته.

سره لدې چې طالبانو اته میاشتې وورسته تر دې چې په افغانستان کې یې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د دویم ځل لپاره واک تر لاسه کړ، د کوکنارو په کرکیلې بندیز لګولی خو بیا هم یو کال وروسته په نړۍ کې ۸۰ په سلو کې غیر قانوني مخدره مواد د افغانستان څخه برابریدل.

د مخدره موادو او جنایي جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو ادارې هم ویلي چې ۹۵ په سلو کې پوډر اروپایي هیوادونو ته د هغو تریاکو کښت او تولید یې په افغانستان کې کیده.

د الکیس شرکت په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د بندیز سر بیره د بدخشان ولایت په ګډون په ځینو سیمو کې خال خال کوکنار کرل شویدي.

په افغانستان کې داسې مهال په تاریخي کچه د کوکنارو د کښت د کموالی خبره کیږي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تیره اوونۍ په کابل کې یوې غونډې کې په نړیوالې ټولنې تور پورې کړ چې د مخدره موادو په مبارزې کې نړیوالې ټولنې خپل مسؤلیت ندی پر ځای کړی.

متقي وویل چې د کوکنارو په کښت د بندیز له کبله د افغان بزګرانو اقتصادي ته سخته ضربه رسیدلې او د نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د بدیل معشیت، د معتادینو په درملنې او روزګار په برخې کې دې د افغانستان سره مرستې وکړي.

د الکیس شرکت په راپور کې هم دا یادونه شوې چې د تریاکو تولید باندې د بندیز له کبله افغان بزګران نشي کولی چې د ژوندانه چارې سمبالې کړي او دا خبرداری یې هم ورکړی چې که د بدیل معشیت لپاره اقدام ونشي، طالبان به د بزګرانو د لا مقاومت سره مخ شي.

امیر خان متقي پخپلو خبرو کې دا هم ویلي و چې نړیواله ټولنه له طالبانو ډیرې زیاتې تمې لري او له طالبانو حکومت څخه د نړۍ تقاضا او فرمایشونه زیات دي خو حکومت سره یې د نړیوالې ټولنې همکاري صفر ده.