د بهرنیو هیوادونو ډپلوماټان هڅه کوي له سودان څخه ووځي 

د سودان پوځ د شنبې په ورځ اپريل ۲۲مه (غوایي دوهمه) وويل پداسې حال کې چې د هېواد په پلازمېنه خرطوم او ددې ښار په عمده هوایي ډګر کې جګړه دوام لري، د هغو هڅو په همغږۍ بوخت دي چې په پوځي الوتکو کې له دغه هېواد څخه د امريکا، بريتانيا، چين او فرانسې ډپلوماټانو وباسي.

د راپورونو له مخې د سودان پوځي مشر جنرال عبدالفتاح برهان د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره چې له سودان څخه د خپلو اتباعو او ډپلوماټانو خوندي ایستل غواړي، خبرې کړي دي.

د سودان د پوځي مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ د غبرګون ډلې د مشر محمد حمدان داګالو تر منځ نښتې د اپريل په ١٥مه نېټه ددې هیواد د سياسي راتلونکي او په پوځ کې د چټک ملاتړ د غبرګون ډلې د ځواکونو د ادغام پر پلان له څو مياشتني کړکیچ وروسته پيل شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په خرطوم او شاوخوا سیمو کې د دغې جګړې له پیل راهیسې تر اوسه له ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۳۵۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

بهرنيو هېوادونو له سودان څخه د خپلو اتباعو او دپلوماتانو د ويستلو هڅه کړې، خو داسې ښکاري چې د ويستلو بهیر خورا خطرناکه ده، ځکه چې د خرطوم د استوګنې سيمو په ګډون په مختلفو ځایونو کې د پوځ او ملېشو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس خبر ورکړی چې د سودان پلازمینې ته څیرمه د نړیوال هوایی ډګر امنیتي وضعیت وروسته له هغه خراب شوی چې د چټک غبرګون په نوم ملیشو پرې سخت بریدونه کړي او غواړي د هوايي ډګر کنټرول تر لاسه کړي. دې وضعیت د دپلوماټانو د ایستلو پروسه نوره هم پېچلې کړې ده.

د سودان د هوایي حریم له تړل کیدو وروسته بهرنیو هیوادونو خپلو اتباعو ته چې په سودان کې میشت دي امر کړی چې تر هغه وخته پورې چې د دوی د ایستلو شرایط برابر شوي نه وي په یوه ځای کې پناه واخلي.

جنرال برهان ویلي دي چې د سعودي عربستان یو شمیر ډپلوماټانو توانیدلي دي چې دمخه د سودان د بندر له لارې له هغه هیواده ووځي. د سودان د پوځ دغه مشر دا هم ویلي، چې د اردن ډپلوماټانو به هم په همدې ډول له دې هېواد څخه وایستل شي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت تېره اوونۍ وویل چې د اړتیا په صورت کې به له خرطوم څخه د امریکا د سفارت د کارکوونکو د ایستلو د مرستې لپاره سودان ته نږدې امریکايي ځواکونه ځای پر ځای کړي.

پنټاګون اعلان وکړ چې د عدن په خلیج کې د جیبوتي سمندري اډې ته اضافي سرتیري او تجهیزات لیږدوي، ترڅو له سودان څخه د امریکا د سفارت د کارکوونکو احتمالي ایستلو ته چمتو شي.

له هغې وروسته، متحده ایالاتو د جمعې په ورځ اپریل ۲۱ اعلان وکړ چې دوی د سودان له حکومت سره د نږدې ۱۶زره امریکایي اتباعو د ایستلو لپاره چې د سوډان په جګړه کې بند پاتې دي ددې هیواد له حکومت سره د همغږۍ هیڅ پلان نلري.

امریکا په سودان کې له خپلو اتباعو غوښتي چې په یو ځای کې پناه واخلي.