لومړنۍ افغان جنراله او تکړه ډاکتره سهیلا صدیق مړه شوه

د افغانستان د روغتیا وزارت پخوانۍ وزیره، تکړه ډاکتره او لومړنۍ ښځینه جنراله سهیلا صدیق.

د افغانستان د روغتیا وزارت پخوانۍ وزیره، تکړه ډاکتره او لومړنۍ ښځینه جنراله سهیلا صدیق د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

هغه په دې وروستیو کې د «الزایمر» ناروغۍ څخه کړېده چې د چارواکو په وینا نن سهار وختي یې د۷۲ کلونو په عمر له یادې ناروغۍ څخه مړه شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر احمد جاوید عثماني د ډاکترې سهیلا صدیق مړینه د هیواد او روغتیايي سکټور لپاره نه هیرېدونکې ضایع بللې ده.

نوموړې د شااو خوا ۴۰ کلونو لپاره د سردار محمد داود خان روغتون کې د ډاکترې په توګه خدمت کړی و او همدارنګه د څلور سوه بستریز روغتون رئیسه هم تېره شوې وه.

ډاکتره سهیلا صدیق د ۲۰۰۱ څخه بیا تر ۲۰۰۴ کال پوري د افغانستان د عامې روغتیا وزیره ILوه.

نوموړې تکړه ښځينه جراحي ډاکتره وه چې د چارواکو په وینا په زرګونو حراحي عملیات یې تر سره کړي و.

ډاکتره سهیلا صدیق د طب په برخه کې خپلې زده کړې په روسیه کې پای ته رسولي وې.