د بګرام په پوځي اډې ځانمرګی برید وشو

د بګرام د دغه برید تصویر تازه نه دی، بلکې له ارشیف نه اخیستل شوی دی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د بګرام د پوځي اډې په یوې دروازې کې ځانمرګی برید شوی دی.

خو په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه وايي چې دا چاودنه او په کې ځینې کسان ژوبل شوي دي. د قاطع ملاتړ ماموریت وايي چې د بګرام په هوايي اډه کې د زخمیانو درملنه شوې ده. خو د دوې اعلامیه نه وايي چې زخمیان څوک دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش په خپل تویټر کې لیکلي چې درې کسان زخمیان دي خو نه یې دي ویلي چې ژوبل شوي کسان څوک دي.

طالبانو په یوې اعلامیې کې د دغه برید مسولیت منلی او ویلي یې دي چې برید د بګرام په درېیمې دروازې کې شوی دی.

ښاغلي دانش وویل چې بریدګر په موټر سایکل سپور و. برید د چهارشنبې په ماښام شوی دی. خو ښاغلي دانش وویل چې د دغه برید په اړه نور جزییات وروسته خپریږي.