بلخ کې ځانمرګي برید یو پخوانی جهادي قوماندان وژلی

په دغه برید کې دوه ملکي کسان هم ټپیان شوي دي.

د بلخ امنیتي چارواکي وايي، نن سهار په مزارشریف ښار کې د حاجي غني په نوم پخوانی جهادي قوماندان د ځانمرګي برید په ترڅ کې وژل شوی دی.

د بلخ د پولیسو د امنیت آمر رزاق قادري امریکا غږ آشنا ته وویل، پر حاجي غني باندې هغه مهال ځانمرګی برید وشو، چې نوموړی له خپلو ساتونکو سره د شادیانو د دروازې له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو.

ښاغلي قادري وویل په برید کې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

هغه وویل "ځانمرګي بریدګر، هغه توکي چې له ځان سره یې لیږدول، د بلخ ولایت د مارمُل ولسوالۍ د یو پیژندل شوي شخصیت حاجي عبدالغني مخ کې ورته چاودنه ورکوي، چې حاجي غني وژل کیږي".

حاجي غني د مارمُل ولسوالۍ پخوانی ولسوال او د اسلامي جمعیت ګوند غړی وو.

د برید مسولیت وسله‌والو طالبانو منلی دی.