کابل کې ځانمرګي برید نهه تنه ووژل چې اووه یې پولیس دي

په برید کې ډېر وژل شوي او ژوبل شوي پولیس دي

د کابل پولیس وايي د ښار په څلورمې حوزې کې د ځانمرګي برید له امله نهه کسان وژل شوي چې اووه یې پولیس دي.

په برید کې لس تنه نور ژوبل شوي چې ډېر یې پولیس دي. د اسلامي دولت ډلې یا داعش ویلي چې د کابل نننی برید دوی کړی دی.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر احمد مجاهد امریکا غږ آشنا ته وویل، یو پلي ځانمرګي بریدګر، غوښتل چې د قصر نوین په نوم هوټل کې د بلخ د والي عطا محمد نور د پلویانو پر یوې غونډې برید وکړي، خو هوټل ته له دننه کیدو مخکې په لومړۍ پوسته کې د پولیسو له خوا وپېژندل شو او ورپورې تړلي بمونه یې وچول.

ښاغلي مجاهد وویل، په دغه برید کې د څلورمې امنیتي حوزې د ټولي د قوماندان په ګډون اووه پولیس وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند زیاته کړه، چې د برید له امله دوه ملکي کسان هم وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نشراتو رئيس اسماعیل کاووسي امریکا غږ ته وویل، چې د پیښې له ځای څخه دوه مړي او پنځه ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل ښار د ننني ځانمرگي برید سیمه

د پیښې شاهدان وايي، چې دغه برید د خیرخانې سیمې په لب جر څلور لارې کې د قصر نوین په نوم هوټل د دروازې مخې ته شوی دی.

په دغه هوټل کې د بلخ د والي عطا محمد نور پلویانو د هغه د کارونو د ستایلو لپاره غونډه جوړه کړې وه. د برید مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

طالبانو ویلي، چې د کابل ښار د خیرخانې په لب جر سیمه کې چاودنه، دغې ډلې پورې اړه نه لري.