جلال‌آباد کې ځانمرګي برید ۱۲ کسان ووژل

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چی د جلال اباد ښار اړوند شپږمې ناحیې خالص فامیلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو د پلټنې په یوه پوسته ځانمرګي برید ۱۲ کسان وژلي چې اته یې ملکیان دي.

پېښه نن سهار شل کم لس بجې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي وویل چې پلي ځانمرګي بریدګر د پلټنې پوسته کې افغان ګډ ځواکونه په نښه کړي دي.

نوموړی وايي په دغه پېښه کې ۱۲کسان وژل شوي چې دوه یې د ملي امنیت کارمندان او نور یې عام وګړي دي.

خوږیاڼی وايي په برید کې دوه امنیتي سرتیري او دوه عام وګړي زخمیان دي چې د یو کس روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.

له پېښې وروسته سیمه کې اور لګېدلې او ګڼو موټرو اور اخیستی دی.

د پېښې یو عیني شاهد فقیر محمد امریکا غږ ته وویل چې بریدګر په داسې حال کې ځان ته چاودنه ورکړې چې امنیتي کارکوونکو موټرې پلټلې او ګڼې موټرې کتار ولاړې وې.

نوموړی وايي ‌‌‌‌‌‌چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ملکي وګړي په موټرو کې سوځېدلي دي.

تر اوسه ددغې پېښې مسولیت کومې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې پر غاړې نه دی اخیستی.