داعش د کابل د ځانمرګي برید مسولیت واخیست؛ ۵۷ تنه وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل، برید یو پلي ځانمرګي بریدګر کړی دی.

د داعش ډله ادعا کوي چې د کابل ښار په شپږمه حوزې کې د تذکرو د ویش پر مرکز ځانمرګی برید دوی کړی. په برید کې ۵۷ تنه وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپيان شوي.

د داعش ډلې ته منسوب د اعماق په ویبسایټ کې دا ادعا خپره شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ آشنا ته وویل، دغه برید د یو پلي ځانمرګي بریدګر له خوا د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې شوی دی.

هغه وویل "د شپږمې حوزې اړوند د آصف مایل په کوڅه کې د تذکرو د ویش په مرکز کې برید شوی".

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس وحید مجروح امریکا غږ اشنا ته وویل، چې د پیښې له ځای څخه د ۵۷ کسانو مړي او ۱۱۹ ټپيان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل، چې د پیښې ټول قُربانیان ملکي وګړي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف دغه برید غندلی او ویلي یې دي، چې دا ډول بریدونه به په ډیموکراټیکو بهیرونو کې د ګډون لپاره د خلکو عزم او اراده کمزورې نه کړي.

د تذکرو د ویش پر دغه مرکز په داسې حال کې برید شوی، چې له یوې اونۍ راهیسې په افغانستان کې د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه پیل شوې ده.

د رایې ورکوونکو نوم لیکنه د تذکرو له مخې کیږي، چې له امله یې د تذکرو د ویش مرکزونو ته د خلکو تګ راتګ زیات شوی دی.

له دې وړاندې وسله‌والو طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی وو، چې په ټاکنو کې ګډون و نه کړي.