په کابل کې ځانمرګو د دفاع وزارت اوه کارکونکي وژلي

د کابل ښار د کارته چهار په سیمه کې د ملي دفاع په بس د نن ورځې برید ځای

د کابل ښار په دوو ناحیو کې نن د چارشنبې په سهار د ملي اردو د منسوبینو په موټرو ځانمرګي بریدونه وشول چې په کې د ملي دفاع د وزارت اوه کارکونکي ووژل شول او شاو خوا نولس تنه نور ټپیان شول.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وویل لومړنی برید د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د کارته چهار په سیمه کې شوی چې له امله یې د ملي اردو اوه منسوبین وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.

جنرال عظیمي زیاته کړه چې دا برید د سهار په شپږو بجو او شلو دقیقو د ملي اردو د منسوبینو د لېږد په موټرو شوی دی.

په ورته وخت کې د کابل په بله څنډه کې د تره خېلو په تنګي سیمه کې يو پلي ځانمرګي د ملي اردو د منسوبینو په کرولا ډوله موټر ځانمرګی برید کړی دی چې له امله یې دوه تنه بریدمل ټپيان شوي دي.

پدغه برید کې دوه تنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

ددغو بریدونو مسؤلیت وسله والو طالبانو اخېستی دی، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی دوو بریدکوونکو د ملي اردو په موټرو بریدونه کړي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې کیږي، چې نوي افغان حکومت له امریکا سره تېره ورځ امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړ.

طالبانو ددغه تړون لاسلیک کول غندلي دي.