داعش د کابل د حملې مسؤلیت په غاړه واخیست

برید د نهمې امنیتي حوزې د مکروریانو په سیمه کې د 'خورشید' په نوم د یو هوټل مخې ته شوی دی.

داعش پخپله خبري رسنۍ اعماق کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د چارشنبې په ورځ یې په کابل کې د ناټو قواو په یو کاروان باندې حمله کړې ده. داعش دا ادعا هم کړې ده چې په پیښه کې اته تنه امریکایي سرتیري وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د عامه روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د کابل د مکروریانو په اته ملکي وگړي وژل شوي او ٢٨ ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار په نهمې امنیتي حوزې کې د ځانمرګي برید له امله ۸ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

برید د نهمې امنیتي حوزې د مکروریانو په سیمه کې د خورشید په نوم د یو هوټل مخې ته د سړک پر سر شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش امریکا غږ آشنا ته وویل "په خواشینۍ سره چې دغه برید تلفات لري، اته تنه شهیدان دي، پنځه ویشت ټپیان شوي ټول ملکي وګړي او غیرنظامیان دي."

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر وحید‌الله مجروح امریکا غږ ته وویل، چې د برید له ځای څخه اوه وژل شوي او ۲۶ ټپيان روغتونونو ته وروړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د مرستیال پر وینا، دغه برید د موټر بم په مټ ترسره شوی او موخه یې د بهرنیو ځواکونو د موټرو یو کاروان وو، چې له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو.

ښاغلي دانش وویل، په دې پیښه کې بهرنیو ځواکونو ته د سر زیان نه دی اوښتی.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت په یو بیان کې ویلي، چې نن سهار اته بجې یو ځانمرګي بریدګر د ایتلافي ځواکونو د موټرو یو کاروان، چې له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو، په نښه کړی دی.

د قاطع ملاتړ د ماموریت ویاند کپټان ویلیم سیلون ویلي، په دغه برید کې د ایتلافي ځواکونو درې منسوبین برسیرن ټپیان شوي، چې دا مهال د قاطع ملاتړ ماموریت په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

کپټان سیلون د ټپي شویو منسوبینو حالت ښه او له اندیښنې څخه بهر ښودلی دی.

له دغه برید وروسته افغان امنیتي ځواکونو د پیښې ځای ته ټولې غځیدلې لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې دي.