د کابل هوایي ډکر سره نږدې ځانمرګی برید شوی

د کابل هوایي ډګر سره نننۍ برید غرمه مهال هغه وخت وشو چې ډیر مسافر دغه هوایي ډګر ته روان وو وشو

د کورنیو چارو وزارت وایي چې یو ځانمرګي بریدکوونکي نن غرمه دولس بجې د کابل هوایي ډګر په لومړنۍ دروازه کې د چاودیدونکو توکو ډک خپل موټر چولی چې دمرګ ژوبلې سبب شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل هوایي ډګر سره نږدې د یو ځانمرګي برید پیښه تائید کړې ده خو ددغې پیښې د تلفاتو په باب یې دومره ویلي چې دغه برید د مرګ ژوبلې سبب شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش امریکا غږ ته وویل چې په برید کې یو شمیر ملکي او پوځي کسان مړه او ټپیان شوي دي.

ښاغلي دانش وویل " برید د هوایي ډګر د دروازې په مخ کې چې افغان امنیتي ځواکونو کارکونکو تالاشي اخیسته شوی دی، د برید له امله ملکي او پوځي کارکوونکو ته تلفات رسیدلي دي".

خو ښاغلي دانش وویل چې تر اوسه د تلفاتو دقیق شمیر څرګند نه دی.

د افغانستان د روغتونونو رئیس کبیر امیري امریکا غږ ته وویل، د پیښې له ځایه څلور مړي او نوولس ټپيان د سردار محمد داود خان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د عامې روغتیا د وزارت د رسنیو د چارو مسول محمد اسماعیل کاووسی هم امریکا غږ ته وویل تر اوسه د دغې پیښې له ځایه اته ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دی.

د کابل د هوایي ډکر د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال حق نواز امریکا غږ ته وویل چې په دغه برید کې د هوایي ډګر د سرحدي ځواکونو اته تنه مړه او ټپیان دي.

جنرال حق نواز د ټپيانو او مړو شمیر ورنه کړ خو وې ویل چې د دغې پیښې وروسته که څه هم له بهر نه د کابل هوایي ډګر ته الوتنې د معمول په حير دوام لري ځو ددغه هوایي ډګر نه بهر ته الوتنې د لنډ مهال لپاره ځنډیدلي دي.

د پیښې عیني شاهدان وایي چې چاودنه دومره زوروره وه چې له امله یې د پیښې ځای سره نږدې د خلکو یو شمیر موټرو ته هم زیان رسیدلی دی.

تر اوسه ددغه برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.