کابل کې ځان مرګي برید ۱۱ تنه وژلي

د کابل د نن ورځې د برید مسولیت کومې ډلې نه دی اخیستی.

یو پلي ځانمرګي بریدګر نن سهار د کابل په ۵ حوزه کې د میدان وردک ولایت د استیناف محکمې د کارکوونکو د سپرلۍ په موتر برید کړی، ۱۰ تنه یې وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، نن سهار اته نیمې بجې یوه پلي ځانمرګي بریدګر د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د سردار داوود خان په ښارګوټي کې د میدان وردګو د استیناف محکمې د ریاست د کارکوونکو د سپرلۍ موټر برید وکړ چې په کې د همدغه موټر یو شمیر سپرلیو د سر زیان اوښتی دی.

نجیب دانش وویل، چې په دې برید کې لس تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي دانش وویل، د پېښې اکثره قربانیان د میدان وردګ ولایت د استیناف محکمې د ریاست مامورین دي.

خو د کابل د پولیسو د جنایي جرمنو د پلټنې رئیس جنرال فریدون عبیدي د پیښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې په دغه برید کې یوولس تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خوا د دغې پیښې په هکله په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د برید پړه د افغانستان د خلکو په دښمنانو اچول شوې او د کابل له ښاریانو تروریستي بریدونو په مخنیوي کې د مرستې غوښتنه کړې ده

وسله‌والو طالبانو د یو بیان په خپرولو د دې برید مسؤولیت منلی او ویلي یې دي، دا برید یې د هغو شپږ طالب بندیانو د غچ اخیستلو لپاره ترسره کړ، چې څه موده مخکې د افغانستان حکومت اعدام کړي وو.

افغان حکومت د روان کال د ثور میاشتې په ۱۹مه نېټه د طالبانو او حقاني شبکې شپږ غړي اعدام کړل.

له بلې خوا یوناما د دې برید په غندلو سره په یو بیان کې ویلي یې دي، چې د روان عیسوي کال د جنوري میاشتې له پیل راهیسې، د افغانستان پر عدلي او قضایي ارګانونو باندې وسله‌والو طالبانو ۱۴ بریدونه ترسره کړي دي.