هلمند کې د سرحدي پولیسو په کنډک ځانمرګی برید شوی

د هلمند کې امنیتي چارواکي وايي، نن سهار څه باندې ۹ بجې د لښکرګاه ښار د بولان په سیمه کې یو ځانمرګي بریدګر د سرحدي پولیسو پر یو کنډک د موټر بم برید وکړ، چې په کې ۲ سرحدي پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

په هلمند کې د سرحدي پوليسو د لوا قومندان سمونوال ظاهرګل مقبل امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې یو تن ځانمرګي برید کونکې خپل له چاودیدونکو توکو ډک مازدا موټر ته د سرحدي پوليسو د دوهم کنډک له ودانۍ سره چاودنه ور کړې.

نوموړي زیاته کړه چې په پېښه کې دوه سرحدي پوليس وژل شوی او اته نور ټپیان دي، چې د دریو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

ده زیاته کړه "یوه کوچنۍ بار وړونکې مازدا چي له چاودیدونکونکو ډکه وه زموږ د دوهم کنډک د سرتیرو پر مرکز يې برید کړی ډير تلفات نلرو دوه تنه مو وژل شوی او اته نور مو ټپیان دي، دغه کنډک په یوه خام کور کې وو او موږ غوښتل چي نن يې له دې سیمي څخه بلي سیمي ته ولیږدو".

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې د پيښې ټپیان په لښکرګاه کې د بیړنیو طبي مرستو یا ایمرجنسي روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي.

وسله والو طالبانو د برید مسئولیت منلی دی. د دغې ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلي پیغام کې يې ويلي چي د مازدا موټر په وسیله په شوي برید کې يې د پوليسو مرکز ویجاړ کړی او ګڼه مرګ ژوبله يې سرحدي پوليسو ته اړولې.

په هلمند کې د امریکايي سرتیرو له بیا ورتګ سره د دې ولایت په مارجه، نادعلي، ګرشک او ناوې ولسوالیو کې د دولت د وسله والو مخالفینو پرضد نظامي عملیات له تیرو ۲ میاشتو راهیسی دوام ولري.

د هلمند د پوليسو ویاند عبدالسلام افغان امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د دولت وسله والو مخالفینو ته په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې درانه تلفات اوښتي او ډيري سیمي يې له حضور څخه پاکي شوي.