داعش د ننګرهار پر مستوفیت برید کې ۱۲ ملکیان ووژل

د داعش د برید اکثریت قربانیان ملکي خلک دي

د ننګرهار ولایت پر مستوفیت د داعش جنګیالیو برید تر شپږ ساعتونو جګړې وروسته، د یکشنبې د ماښام پر ۶:۳۰ بجو پاې ته ورسید.

سیمیزو چارواکو امریکاغږ ته وویل چې په برید کې د مستوفیت ۱۲ ملکي کارکوونکي وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شول. په برید کې دغه راز ۳ افغان امنیتي ځواکونه هم ووژل شول.

د ننګرهار ولایتي ویاند، عطاالله خوږیاني، وویل چې ټول اته بریدګر د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د دغه برید مسوولیت اخیستی. دغې ډلې پخوا هم د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې پر ملکي ځایونو خونړي بریدونه ترسره کړي دي.‌

د ملګرو ملتونو د سازمان د موندنو له مخې تیرکال د داعش په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰۰ ملکي افغانان ووژل شول او تر ۶۰۰ ډیر ټپیان شول.‌