کابل کې درې پرله پسې بریدونو ۱۱ کسان ووژل

د کابل د ملي بس په څلور لارې کې د ځانمرګي برید وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په درې واړو بریدونو کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.​

لومړی برید د پنجشنبې په ورځ (جولاۍ۲۵) سهار ۸ بجې او لس دقیقې د کابل ښار شپاړسمې حوزې د ملي بس څلور لارې سره نږدې شوی دی او شیبه وروسته په همدغه سیمه کې دوهم چادونه وشوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې یو ځانمرګی بریدګر چې په موټر سایکل سپور وه، د کانونو او پترولیم وزارت د کارکوونکو د لیږد پر موټر باندې یې برید وکړ.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، چې په دغه برید کې پنځه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند تائیدوي، چې نن سهار د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د ډیسپیچري په سیمه کې هم د موټر بم چاودنه شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دې درې واړو بریدونو کې لس تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند وحید مایار پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې پنځه ښځې او یو ماشوم د وژل شوو کسانو په منځ کې دي.

چارواکو ویلي، چې دغه شمیرې وروستۍ ندي او امکان لري چې تغیر وکړي.

طالبانو د ډیسپیچري سیمې د برید پړه په ځان اخیستې خو د دوه نورو بریدونو مسوولیت یې نه دی منلی.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په ډیسپیچري سیمه کې د دوې هدف د بهرنیو ځواکونو د موټرو کاروان وه، چې پر وینا یې په دغه برید کې څو تنه بهرني نظامیان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت تر اوسه دغه ادعا نه رد او نه هم تائید کړې ده.