د ننگرهار د برید مسؤلیت داعش ومانه

د ننګرهار ملي راډیو تلویزیون د والي د دفتر سره نږدې پروت دی

د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ننگرهار د ملي رادیو تلویزیون په ودانۍ باندې د برید مسؤلیت ومانه.

محلي مقاماتو ویلي دي چې په دې پیښه کې شپږ تنه وژل شوي دي چې په وژل شویو کې دوه پولیس او څلور ملکیان شامل دي. همداشان د پنځو پولیسو په گډون د ۱۷ تنو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.

د داعش د اعماق خبري سرچینې ویلي دي چې ددغې ډلې جنگیاليو د جلال آباد په ښار کې د ملي رادیو تلویزیون پر ودانۍ برید کړی دی.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې د چهارشنبې په سهار شاوخوا لس بجې څلور وسله وال د جلال اباد په ښار کې د ننګرهار ملي راډیو تلویزیون ودانۍ ته ننوتل او هلته یې ډزې پیل کړې.

لومړني معلومات

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې له نږدې څلورو ساعتونو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو بریدکوونکو ترمنځ د جګړې وروسته دا برید نن شاوخوا دوه بجې پای ته ورسید.

ښاغلي خوګیاڼي وویل چې څلور بریدګر وژل شوي او افغان ځواکونو د ملي راډیو تلویزیون ودانۍ تصفیه کړې ده.

سیمه لاهم د افغان امنیتي ځواکونو له خوا محاصره ده او ملي راډیو تلویزیون ودانۍ ته لارې د تګ راتګ پرمخ تړل شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا د ریاست چارواکي وايی په دغه برید کې د ننګرهار د ملي راډیو تلویزیون د یو مامور په ګډون دوه تنه وژل شوي او شپاړس نور ټپیان شوي، چې په ټپیانو کې د ملي راډیو تلویزیون کارکوونکي هم شامل دي.

د ملي راډیو تلویزیون د ارزونې د څانګې مدیر امرالله روان چې د برید پر وخت د ملي تلویزیون په ودانۍ کې و او د برید وروسته له ودانۍ په تیښته بریالی شوی امریکا غږ ته وویل، چې د برید پرمهال د دغه تلویزیون ټول کارکوونکي په کاربوخت و.

د داعش ډلې چې په افغانستان کې یې اصلي مرکز په ننگرهار کې دی، په دې وروستیو کې د څو حملو مسؤلیت منلی دی.

افغان مقاماتو او د هغوی امریکایي متحدینو ویلي دي چې سږکال به داعش په افغانستان کې په کلي توگه له منځه یوسي.