هلمند کې ځانمرګي برید کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوړیدلې ده

د هلمند په مرکز د لښکرګاه په امنیتي کمربند باندې وسله والو طالبانو څو ځلې وړاندې هم بریدونه کړي دي.

په هلمند کې د پوليسو له یوه مرکز سرهنږدې په ځانمرګي موټر بم چاودنه کې چارواکي وايي یو پوليس وژل شوی او یوولس نور ټپیان شوي.

پېښه د لښګرګاه ښار د امنيتي کمر بند اړوند د بشران د کوچیانو له امنیتي پوستې سره نن غرمه ( چنګاښ ۲۳ مه) دولس نیمي بجې رامنځ ته شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې ځانمرګي برید کوونکي غوښتل، چې له چاودیدونکو توکو ډکه مازدالارۍ ته په سیمه کې د پوليسو له یوه مرکز سره نږدې چاودنه ور کړي چې موخې ته تر رسیدو وړاندي يې چاودنه کړې.

نوموړی زیاته وي، چې په پېښه کې ملکي کسانو ته کوم زیان ندی رسیدلی.

ښاغلي ځواک وويل" نن غرمه ۱۲ نیمې بجې د باباجي په سیمه کې ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د پوليسو له یوه مرکز سره نږدې خپل مازدا موټر ته چاودنه ور کړي، خو پوليسو له وړاندې پيژندلی ډزي يې ور باندي کړي او پدې حال کې چاودنه هم رامنځ ته شوې چې ۱ پوليس په پېښه کې وژل شوی او ۱۱ تنه نور ټپیان دي".

په پېښه کې د یو شمېر ټپي شویو پوليسو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.

خو یوې بلي امنیتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل، چې په پېښه کې ۲ پوليس وژل شوي او د ۴ نورو پوليسو روغتیايي حالت نازک دی.

دا برید په تیرو څلور ورځو کې دوهم ځانمرګی برید دی.

د تېري چهارشنبې په ورځ یوه ځانمرګي برید کوونکي غوښتل په لښکرګاه ښار کې د پوليسو پر ۵۰۵ بست زون باندې د مازدا لارۍ په وسیله ځانمرګی برید وکړي، چې د پوليسو په ډزو کې برید کوونکی موخې ته تر رسیدو وړاندې ژوندی نیول شوی وو.

وسله والو طالبانو د هلمند د ننني ځانمرګي برید په اړه کومه تبصره نده کړې.