د ځان وژنې د مخنیوي نړیواله ورځ؛ هرو ۴۰ ثانیو کې یو تن ځان وژني

د سپتمبر لسمه، د ځان وژنې د مخنیوي نړیواله ورځ ده. ددغې ورځې د لمانځنې په ترڅ کې د ځان وژنې د زیانونو او ددې ټراژیدۍ د مخنیوي د لارو چارو په اړه خلکو ته معلومات ورکول کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د پخوانیو احصائیو له مخې، هر کال په ټوله نړۍ کې ۸۰۰ زره کسان ځان وژني؛ پدې معنی چې په هرو ۴۰ ثانیو کې یو تن ځان وژني.

د روغتیا د نړیوال سازمان شمیرې ښیي چې هر کال په نړۍ کې ۲۰ میلیونه کسان د ځان وژنې هڅه کوي.

خو داسې بریښي چې د کروناویروس وبا د روحي اغېزو، اقتصادي ستونزو، قرنطین، او د ځېنو خلکو د منزوي کېدو له کبله، سږکال د ځان وژنې شمیرې زیاتې وي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د رپوټ په اساس، د ځان وژنې ډیر موارد له ستوني نه ځوړندول، په مرمۍ ځان ویشتل او د زهري موادو څښل دي. دغه سازمان رپوټ ورکړی چې په بډایو هیوادونو کې د ځان وژنې کچه زیاته ده.

د ارثي مشکلاتو نیولی تر روحي او رواني تکلیفونو، ټولنیزو او فرهنګي عواملو او همداشان د سختو زیانونو په څیر زیات شمیر عوامل ددې سبب کیږي چې د ځان په وژلو لاس پورې کړي.

د یو شخص د ځان وژنې ټولنیر اثر ډیر ستر او پراخ دی او موندنې ښیي چې د یو کس ځان وژنه لږ تر لږه ۱۳۵ کسان سخت غمجن او یا هم اغېزمنوي.

د ځان وژنې د مخنیوي د نړیوالې ورځې لمانځل د یوې ګټورې او پراخې کړنلارې په هدف کیږي چې له دې لارې د ځان وژنې په اړه او د هغې د دلیلونو په هکله د یو بل د پوهاوي لپاره هر څوک وکړای شي د ځان وژنې مخنیوی وکړي.

د ځان وژنې د مخنیوي نړیوالې ټولنې په ۲۰۰۳ کې د لومړي ځل لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان او د رواني روغتیا د نړیوالې ټولنې په همکارۍ، د ځان وژنې د مخنیوي نړیواله ورځ ولمانځله.