د کرکټ نړیوال جام : د اتو غوره لوبډلو پړاو ټیمونه معلوم شول

د کرکټ ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې یکشنبه جون ۶ ( غبرګولي ۲۷) د بنګله دیش لوبډلې نیپال ته ماتې ورکړه او پدې سره اتمه لوبډله شوه چې د سوپر -۸ پړاو ته یې لار وموندله.

سره لدې چې د بنګله دیش ټول لوبغاړي د لوبې په ۱۹.۳ اورونو کې وسوځیدل او د نیپال لوبډلې ته د ګټلو لپاره یې یوازې د ۱۰۷ منډو هدف ټاکلی و، خو د نیپال ټول لوبغاړي په ۱۹.۲ اورونو کې وسوځیدل او یوازې ۸۵ منډې یې وکړلې.

په دویمې لوبې کې بیا سري لانکا وکړی شو چې د هالنډ لوبډلې ته د ۸۳ منډو په توپیر ماتې ورکړي.

دا د روان نړیوال جام په سیالیو کې د سري لانکا د لوبډلې لومړی بری و. دې لوبډلې خپله دوه لوبې په جنوبي افریقا او بنګله دیش وبایللې او د نیپال سره یې لوبه د باران له کبله لغوه شوه.

ټاکل شوې چې د سوپر -۸ پړاو کې ټولې اته واړه لوبډلې په دوو ګروپونو وویشل شي او د یو بل سره به درې – درې سیالۍ وکړي. د سر څلور لوبډلې نیمه پای لوبې یا سیمي فاینل ته لار پیدا کوي.

افغانستان د لومړي پړاو سیالیو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه دوشنبه جون ۱۷ مه د کوربه ویسټ انډیز سره کوي. دوي دواړو لوبډلو تر دې دمه په لومړي پړاو کې هیڅ لوبه نده بایللې.

افغانستان، هند، انګلنډ، اسټرالیا، بنګله دیش، جنوبي افریقا، امریکا او ویسټ انډیز هغه لوبډلې ته چې سوپر-۸ مرحلې ته وتلې دي.