د قانون پلي‌کوونکو افغان میرمنو د ملاتړ لپاره د امریکا د ۱۰میلیون ډالرو مرسته

کابل کې د متحده ایالاتو سفارت ویلي چې د امریکا د مخدره توکو او قانون پلي کولو د نړیوالو چارو ادارې (INL) د قانون پلي کولو کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره د لس میلیون ډالرو د مرستې ژمنه کړې.

د امریکا سفارت په خپل ټویټر کې لیکلي چې د دغه سفارت شارژدافیر راس ویلسن په یو ګردي میز کې د قانون له پلي کوونکو افغان ښځو سره خبرې کړي او د دندې په مهال یې د هغوی ستونزې اورېدلې دي.

د امریکا سفارت ویلي چې ښاغلي ویلسن له دغو ښځو څخه د ملاتړ لپاره د لس میلیون ډالرو مرستې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د قانون پلي کوونکې ښځې د افغانستان "ریښتینې اتلانې" دي.

په افغانستان کې د قانون د تنفیذ په برخه کې درې زره او ۳۹۰ ښځې د پولیسو په لیکو کې او ۴۰ نورې د دغه وزارت په اداري برخو کې کار کوي.
دغه وزارت ویلي چې د ښځو قضیو ته د رسېدنې لپاره به تر ۲۰۲۴ پورې د پولیسو په لیکو کې د ښځو شمیر لس زرو ته پورته شي.

همداشان د افغانستان د لویې څارنوالۍ معلومات ښيي چې په دغه بنسټ کې د ټولو کارکوونکو شمیر څه باندې اوه زره دی چې شاوخوا ۱۲۰۰ یې ښځې دي.
د لویې څارنوالۍ د راپور په اساس په ۱۳۹۹ کې ۲۵ ښځینه څارنوالۍ دغه بنسټ ته جذب شوې دي.

دغه راز د افغانستان په قضايي سکتور کې هم سلګونه ښځې د قاضیانو په توګه دندې لري او د شکمنو او تورنو کسانو د برخلیک په تړاو فیصلې کوي.

د افغانستان د سترې محکمې د قضايي او حقوقي مطالعاتو رئیس احمد فهیم قویم امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې اوسمهال د ښځینه قاضیانو شمیر ۲۵۷ ته رسېږي.

همدا شان سلګونه نورې ښځې په محاکمو کې د شکمنو او تورنو کسانو له حقونو څخه د دفاع لپاره د مدافعو وکیلانو په توګه کار کوي.