د طالبانو محکمو د قصاص او سنګسار شاوخوا ۲۰۰ حکمونه صادر کړي

عکس (ارشیف)

د افغانستان ستره محکمه، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي وايي، چې دغې محکمې تراوسه د قصاص، دیه، سنګسار او رجم شاوخوا ۳۰۰ حکمونه صادر کړي دي.

د سترې محکمې ادارې مرستیال عبدالمالک حقاني د پنجشنبې په ورځ مۍ څلورم (ثور۱۴) په یو ویډیوي پیغام کې، چې ددغې محکمې د ټویټر په پاڼه خپور شوی ویلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې محکمې "حدود او قصاص" عملي کیدو ته ژمنتیا لري.

د سترې محکمې ادارې مرستیال ویلي، چې تراوسه ۱۷۵ کسانو ته د قصاص، ۷۹ کسانو ته د دیه (خون‌بها) د ورکولو او ۳۷ نورو ته د سنګسار د سزاګانو حکمونه صادر شوي دي.

همداشان څلور تنه، چې ښاغلي حقاني " بدکاران" بللي د محکمو د حکم له مخې تر دیوال لاندې شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې د مرستیال د معلوماتو پر اساس ۱۰۳ تنو باندې شرعي حدود او ۱۵۶۲ تنو نورو ته " تعزیري سزاګانې" ورکړل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې دغه چارواکي ویلي د طالبانو د محکومو ځینې پریکړې عملي شوي او ځینې نورې د عملي کیدو په حال کې دي.

د عبدالمالک حقاني حقاني د وینا له مخې د "حدود او قصاص" اړوند قضیو باندې پریکړې ډیر دقت ته اړتیا لري او دا ډول قضیې طالبانو د سترې محکمې د عالي شورا او د حکومت د کابینې د پریکړو وروسته د طالبانو د مشرتابه له خوا د ارزونې او څیړنې وروسته تائید او عملي کیږي.

د طالبانو محکمو د قصاص، دیه، سنګسار او رجم په ګډون دا پریکړې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د تیر لمریز ۱۴۰۱کال په وروستیو کې د دغو محکمو د یو شمیر قاضیانو سره په کتنه کې په محکمو کې د شریعت د احکامو په تطبیق ټینګار کړی و.

د طالبانو د محکمو له خوا دغه ډول پریکړو ته په نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي دي. د اروپايي پارلمان رئیس روبرتا متسولا د تیرکال د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې د درو د وهلو د سزا د تطبیق وروسته ویلي و، چې نړۍ به ډیر ژر په افغانستان کې په عام محضر کې د اعدام او سنګسار د سزاګانو د تطبیق شاهده هم اوسي.

همداشان د طالبانو له خوا ددغو سزاګانو تطبیق په اړه ځینو نورو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو هم غبرګون ښودلی او د طالبانو له خوا دا ډول سزاګانې یې غندلي دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تیر لمریز کال د قوس په میاشت کې په عام محضر کې مجرمانو ته د شرعي سزاګانو او شرعي حدودو د تطبیق په اړه د نړیوالو ادارو او لودیځو هیوادونو دا انتقادونه د" اسلام دین ته سپکاوی" ګڼلی و.

طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلنو ترمنځ د خپلې واکمنۍ په لومړي ځل هم په افغانستان کې په عام محضر کې د قصاص د سزا په ګډون شرعي سزاګانې تطبیقولې.