بامیان ولایت کې نوی هوايي ‌‌ډګر جوړیږي

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د دغه هېواد مرکزي ولایتونو کې د هوايي دهلیزونو فعالېدو لپاره یې بامیان ولایت کې د نوي هوايي ډګر د سروې کار پیل کړی دی.

د یاد ولایت چارواکي وايي په پام کې ده چې دغه هوايي ‌‌ډګر د بامیان ولایت په دشت شیبرتو سیمه کې جوړ شي او اوس مهال یې لومړنۍ څېړنې پیل شوې دي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر قاسم وفايي زاده نن سه شنبه نومبر لسمه (لړم ۲۰) امریکا غږ ته وویل: "څېړنې روانې دي. د افغانستان حکومت برنامه دا ده چې له دغه ډګر نه نړیوالې الوتنې په مستقیم ډول ترسره شي."

ښاغلي وفايي زاده زیاته کړه چې د لومړنیو څېړونو بشپړېدو وروسته به د یاد ډګر د ډیزان او جوړېدو کار پیل شي.

د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې یاد هوايي ‌ډګر به په معیاري توګه جوړ شي خو تر اوسه یې د جوړېدو لپاره ‌‌د پیسو د لګښت کچه نه ده ځانګړې شوې.

له بلې خوا د بامیان ولایت ویاند لطیف عظیمي امریکا غږ ته ویلي چې د نوي هوايي ‌‌‌ډګر په جوړېدو به ځايي خلکو ته د کار موقع برابره او صنعت به وده وکړي.

اوس مهال بامیان ولایت کې یو هوايي ډګر شته چې د ښار په منځ کې پروت دی. دغه ډګر د لویو الوتکو د ناستې وړتیا نه لري.