۹۳ ٪ افغانان دایمي اوربند غواړي ـ سروې

افغان حکومت او طالبانو کوچني اختر په دریو ورځو کې اور بند کړی وو،چې له امله یې په سلګونو طالب وسله والو ښارونو څخه لیدنه وکړه.

د افغان ښځو شبکې او د "صلاح" په نوم د یو مدني ټولنې د بنسټ له خوا په افغانستان کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اوربند د ټینګیدو په اړه یوه سروې ښيي، چې ۹۳٪ افغانان د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د دایمي اوربند د ټینګیدو ملاتړ کوي.

دا سروې، چې په ۳۴ ولایتونو کې د روان لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په پیل کې د ۴۷۲۵ تنو سره د مخامخ او ټیلیفوني خبرو له لارې شوې، دا ښيي، چې اکثره افغانان د لند مهالي اوربند پرځای د دایمي اوربند غوښتونکي دي.

دا سروې دا ښيي، چې ۸۲٪ خلک سولې ته په رسیدلو باور لري. د دغې سروې له مخې ۷۵ فیصده نور خلک بیا د سولې په اړه د حکومت او جمهور رئیس پر ژمنو باور لري.

د دغې سروې د چارو مسول مرتضی حقیقت د شنبې په ورځ (زمري ۲۷ مه) د سروې د پایلو په اړه خبریالانو ته د معلوماتو پر مهال وویل، چې د دې سروې څخه یې هدف د سولې په اړه د افغانانو ترمنځ د لیوالتیا معلومول وو.

ښاغلي حقیقت وویل "یوه برخه چې موږ پرې ډیر متمرکز وو، هغه دا وه، چې خلک په کومه اندازه پر سولې باور لري، ۴۶ فیصده خلک سولې راتګ ته ډیر باوري دي،۳۶ فیصده نور د سولې راتګ ته لږ باور لري، ۷ فیصده بارو نلري او ۱۰ فیصده اصلا باور نلري چې سوله به راشي".

د دغې سروې له مخې، ۴۸ فیصده خلک د سولې په اړه د ناټو او نړیوالۍ ټولنې پر ژمنو باور لري خو ۵۲ فیصده نور خلک بیا اصلا پرې باور نلري.

همدارنګه له دغو نیږدې پنځه زره کسانو څخه، چې په سروې کې ورسره خبرې شوي، نیمایي یې په دې باور دي چې طالبان به سوله وکړي خو پاتې نور یې بیا برعکس نظر لري.

۶۹ فیصده پوښتل شوو کسانو داعش،۴۱ فیصدو بهرني ځواکونه او ۳۸ فیصدو نورو د زورواکو موجودیت د سولې پر وړاندې د لومړۍ درجې خنډونو په توګه شمیرلي دي.

۶۷ فیصده نورو مرکه کوونکو د علماوو ملاتړ او د سولې لپاره اجماع په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په برخه کې لومړنی او مهم فرصت ګڼلی دی.

د "صلاح" ټولنې او ښځو شبکې پر وینا دغه سروې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ترسره شوې، چې د هر ولایت د نفوس په کچه له خلکو سره مصاحبې شوې دي.

که څه هم دا مصاحبې د مصاحبه کوونکو له خوا خلکو سره د مخامخ خبرو له لارې شوي، خو په لیرو پرتو او ناامنو سیمو کې مصاحبه کوونکو د ټیلیفون له لارې هم د خلکو نظر پوښتلی دی.

دغه سروې د اروپایي اتحادیې په مالي مرسته ترسره شوې ده.