د متحده ایالاتو د نیویارک ایالت یوې محکمې کې منصفه پلاوي جمعه فبروري ۲۱ ( کب درییمه ) هادي مطر چې تور پرې و په ۲۰۲۲ کال کې یې د " شیطاني ایاتونو" د کتاب لیکوال، سلمان رشدي د قتل هڅه کړې وه، مجرم ثابت کړ.
اوه ویشت کلن مطر د ۲۰۲۲ کال د اګست میاشتې په ۱۲ مې هغه وخت سلمان رشدي څو ځله په چاقو وواهه چې هغه په یوې تعلیمې ادارې کې خلکو ته وینا کوله.
په برید کې د سلمان رشدي یوه سترګه ړنده شوه.
په محکمې کې د شواهدو او ثبوتونو وړاندې کولو جریان اووه ورځې روان و او پخپله ۷۷ کلن سلمان رشدي پکې عمده شاهد و.
برید کوونکی، هادي مطر بیا د خپل مدافع وکیلانو سره چوپه خوله ناست و او د منصفه پلاوي د پریکړې اعلان پر وخت یې هیڅ ډول غبرګون ونه ښود خو کله چې پولیسو هغه له محکمې څخه پداسې حال کې چې لاسونو کې یې زولنې وې د باندې ایست، څو ځله یې چغې کړلې "فلسطین آزاد کړئ".
هغه همدا شعار تر دې وړاندې هم څو ځله محکمې ته د ننوتو او وتو پر وخت ویلی و.
د مطر دولتي مدافع وکیل نتانیل بیرون وویل چې مؤکل یې د منصفه پلاوي په پریکړې ناهیلی دی خو دې پریکړې ته په بشپړه توګه چمتو و.
د ولسوالۍ څارنوالانو د محکمې په جریان کې هغه ویډیو هم منصفه پلاوي ته وښوده چې پکې ښودل کیده برید کوونکی د خلکو له منځه جګیږي، د سټیج په لور ورځي او په سلمان رشدي چې وینا یې کوله، څو ځله د چاقو برید کوي.
څارنوالانو وویل چې په غونډې کې ډیر خلک ناست و خو برید ګر یوازې سلمان رشدي په نښه کړ.
د مطر مدافع وکیل بیا استدلال کاوه چې دولتي څارنوالانو دا ثباته نشوی کړی چې برید کوونکی د سلمان رشدي د وژلو نیت درلود. مدافع وکیلانو همدرانګه ویل چې مطر سره بم یا وسله نه بلکې یوازې چاقوګان و.
قاضي امر کړی چې هادي مطر دې د روان میلادي کال د اپریل میاشتې په ۲۳ مې محکمې ته حاضر شي تر څو سزا یې اعلان شي. هغه ښایي تر ۲۵ کالونو پورې بندي شي.
هادي مطر د امریکا په کالیفورنیا کې زېږېدلی خو کورنۍ یې د لبنان ده.
د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت ویلي دي چې مطر د ۲۰۲۰ د سپتمبر له میاشتې راهېسې د رشدي په ضد د حزب الله د فتوا د عملي کولو لپاره د دغې ډلې سره د مادي مرستو د برابرولو هڅه کوله.
سلمان رشدي د متحدو ایالتونو او بریتانیا اوسېدونکی دی او په نیو یارک کې ژوند کوي. په ۱۹۸۸ کال د ایران پخواني مشر ایت الله خمیني، د "شيطاني ایتونو" د کتاب د لیکلو له کبله په رشدي باندې د مرګ فتوا ورکړه.