یو سوریایي چې غوښتل یې په سویډن کې تورات وسوځوي، خپل پلان لغو کړ 

د تورات او انجیل د سوزولو د لاریون تنظیموونکي احمد

یو ۳۲ کلن کس چې غوښتل یې د شنبې په ورځ جولای ۱۵ (چنګاښ ۲۴) د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې تورات سوځوي، خپل پلان لغوه کړ. د هغه دغه پلان تیره ورځ د اسرائیل له خوا په کلکه غندل شوی و.

هغه څرګنده کړه چې د هغه موخه په حقیقت کې د هغو کسانو د غندلو لپاره وه چې په نورډیک هیواد کې د قرآن په څیر مقدس کتابونه سوځوي.

د سویډن پولیسو د جمعې په ورځ وویل چې دوی په ستاکهولم کې د اسرائیل د سفارت بهر د تورات او انجیل د سوځولو لاریون ته اجازه ورکړې ده.

د تورات او انجیل د سوزولو د لاریون تنظیموونکي احمد ای څرګنده کړه چې د ده هدف په اصل کې د سپېڅلو کتابونو سوځول نه وو، بلکې پر هغو کسانو نیوکه وه چې په وروستیو میاشتو کې یې په سویډن کې قرآن وسوځواوه. د سویډن قانون د بیان د ازادۍ په خاطر دا ډول اعمال نه دي منع کړي.

احمد چې سوریایي سویډنی دی وایي چې، "دا د هغو کسانو ځواب دی چې قرآن سوځوي. زه غواړم وښيم چې د بیان ازادي محدودیتونه لري چې باید په پام کې ونیول شي".

هغه زیاته کړې چې: "زه غواړم دا وښیم چې موږ باید یو بل ته درناوی وکړو، موږ په یوه ټولنه کې ژوند کوو، که زه تورات، بل انجیل، بل قرآن وسوځوو، دلته به جګړه وي. هغه څه چې زه غواړم وښیم، چې ددې ډول کار ترسره کول سم نه دي."

د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرزوګ او یو شمیر اسرائیلي وکیلانو او یهودي سازمانونو پرون د تورات د سوځولو پر پلان انتقادونه کړي و.

ولسمشر هرزوګ په یوه اعلامیه کې وویل: "زه په څرګنده توګه په سویډن کې د مقدسو کتابونو د سوځولو اجازه غندم."

د اسرائیل ولسمشر زیاته کړه: "ما د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قران سوځول وغندل، او اوس مې زړه مات دی چې یهودي بائبل، د یهودیانو تلپاتې کتاب، ورته برخلیک ته په تمه دی."

د جون په میاشت کې، د سویډن پولیسو د ۳۷ کلن سلوان مومیکا مظاهرې ته اجازه ورکړې وه چیرې چې هغه قران کریم ته سپکاوی وکړ او د دغه کتاب د یوې نسخې څو پاڼې یې وسوځولې.

دا اجازه د بیان د ازادۍ د خوندیتوب په اساس ورکړل شوې وه، خو چارواکو وروسته وویل چې مومیکا جومات ته نږدې د اسلام د مقدس کتاب پاڼې سوځولې او د هغه له خوا د "یوې مذهبې ډلې د پارونې" د هڅې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.

د عراق، کویټ، متحده عربي اماراتو او مراکش په ګډون هیوادونو د سویډن سفیران د قران د سوځولو د پیښې په غبرګون کې احضار کړل. د اسلامي همکاریو د ۵۷ غړیو هیوادونو سازمان هم د یوې بیړنۍ غونډې په ترڅ کې دا عمل وغنده.

د سویډن حکومت هم د "اسلام نه د کرکې" په توګه د قران سوځول پداسې حال کې غندلي، چې ددې هیواد "اساسي قانون د غونډو، د بیان د ازادۍ او مظاهرو حق تضمینوي."