د سويډن کمیټه: په افغانستان کې مو ځینې فعالیتونه وځنډول

په افغانستان کې د سویډن کمیټه د ښوونې او روزنې، روغتیا او بشري چارو کې فعالیت لري.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۸مه) وویل چې ‌د طالبانو د حکومت په لارښونې یې خپل ځینې فعالیتونه په دغه هیواد کې ځنډولي‌ دي.

تیره اوونۍ د طالبانو حکومت ویلي وو چې د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قران ته د سپکاوي په غبرګون کې په افغانستان کې ددغه هیواد اړوند د ټولو ادارو فعالیتونه د مسلمانانو څخه د بخښنې تر وخت پورې ځنډولي دي.

یو ۳۷ کلن عراقي سلوان مومیکا د سویډن د پلازمینې، ستاکهولم د ترټولو لوی جومات مخې ته د لوی اختر په لومړۍ ورځ د قرانکریم یوه نسخه وسوزوله، چې په ټوله نړۍ کې یې د مسلمانانو غصه راوپاروله.

دغه بشري مرستندویه ادارې د طالبانو له حکومت سره تر خبرو وروسته په یوې خبرپاڼۍ کې ویلي: "د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې (SCA) ځینې فعالیتونه ځنډول شوي دي."

د سویډن کميټه د خپلو ځینو فعالیتونو د ځنډیدو خبر پداسې حال کې ورکوي‌ چې په افغانستان کې د ددغه کميټې لپاره زرګونه افغانان د روغتیا، پوهنې او کلیو پراختیا په برخو کې کار کوي. همداراز دغه کميټې تیر کال په ټول افغانستان کې د نږدې ۲.۵ میلیونه ناروغانو درملنه کړې ده.

د افغانستان لپاره دغه مرستندویه بشري‌ ادارې د خپلو ځنډول شویو فعالیتونو د شمیر په اړه توضیحات ندي ورکړي، خو ويلي یې دي‌ چې ژر تر ژره د خپلو فعالیتونو د بیرته پیلولو په لټه کې دي.

بلخوا ددغه کميټې د یو شمېر فعالیتونو د ځنډیدو په اړه، د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت چې غیرحکومتي موسسې اداره کوي، تر اوسه کوم غبرګون نه دې ښودلې.

د سویډن کميټه یوه غیر دولتي موسسه ده چې د نږدې ۳۵ کلنو راپه دې خوا افغانانو ته د ښوونې ، روغتیا او نورو بشري چارو کې مرستې برابروي.

دغه کميټې په خپله انټرنیټ پاڼه لیکلي چې دا کمیته ۸۷ زرو ماشومانو ته د خپلو تعلیمي پروګرامونو له لارې د زده کړو امکانات برابروي او په کال کې نږدې دوه میلیونو خلکو ته د خپلو روغتیايي کلینکونو او روغتونونو له لارې روغتیايي خدمتونه برابروي.

همداشان دا کمیټه د معلولیت لرونکو کسانو د بیا توانمندۍ پروګرام هم پرمخ بیايي. اوس مهال دا کمیټه ۶۰۰۰ کارکوونکي لري، چې په سویډن کې د ۳۰۰۰ تمویلوونکو له خوا تمویلیږي.

د طالبانو حکومت پداسې حال کې په افغانستان کې د سویډن کمیټې د ځینو فعالیتونو د بندیدو امر کړی دی،‌ چې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" په روان ۲۰۲۳ کال کې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کمیدو ته په اشارې ویلي، چې ددغو مرستو د کمیدو وروسته ۸ میلیونو مرستو ته اړو کسانو سره د ملګروملتونو مرستې بندې شوي دي او پنځه میلیونو نورو ته نیمايي مرستې برابرې شوي دي.

"اوچا" په دغه راپور کې د طالبانو له خوا په غیر دولتي موسسو او د ملګروملتونو په دفترونو کې د افغان میرمنو په کار د بندیز د اغیزو په اړه هم ویلي، چې دغې پریکړې د مرستو رسونې بهیر لا پیچلی کړی دی.

افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو وروسته د ملګرو ملتونو او د بشري مرستو رسوونکو ادارو په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان لپاره د مرستو د بودیجې طرحه بدله کړه او دا بودیجه یې له ۴.۶ میلیارد ډالرو څخه ۳.۲ میلیاردو ته راکمه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې ادارې "اوچا" د جون پنځمه (غبرګولي ۱۵) په یوې اعلامیې کې وویل چې د بودیجې په طرحه کې د تغیر یو علت په نړیوالو سازمانونو کې د ښځو په کار باندې د طالبانو د حکومت له خوا لګول شوي بندیزونه دي.

د ٢٠٢١ ميلادي کال د اګست پر پنځلمسه پر افغانستان د طالبانو حکومت تر بيا واکمنیدو وروسته، دغه ډلې نه یوازې یې په دولتي ادارو، غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه، بلکې ښوونځي او پوهنتونونو ته یې هم له تګ منع کړلې.