د امنیت شورا د سوریې په اړه پریکړه وکړه

حلب، دسمبر ١٧: د یاغیانو څخه په نیول شوي سیمه کې د بشارالاسد سرتیري د کارلټن پنځه ستوري هوټل په کنډواله ولاړ دي.

د دوو ورځو له جنجالي بحثونو وروسته، نن د امنیت د شورا غړي د یاغیانو څخه نیول شوي ښار حلب ته د بشري حقونو د څارونکو پر لیږلو سلا شول.

حلب ته د څارونکو د لیږد لایحه فرانسې وړاندې کړې وه او له ډېرو بحثونو وروسته یې ټول غړي په دې قانع کړل چې د بشري حقونو څخه د سرغړونې د مخنیوي لپاره د څارونکو ورلیږل حتمي دي.

په تصویب شوې لایحه کې راغلي دي چې منشي بان کي مون باید ژر تر ژره د حلب څخه د خلکو د ایستلو د بهیر د تخونديتوب لپاره څارونکې ولیږي او ددې کار لپاره د سوریې له حکومت سره اړیکه ونیسي.

د امنیت شورا د یوې اونۍ له تودو بحثونو وروسته نن د حلب ښار ته د څارونکو د لیږلو پریکړه وکړه.

د فرانسې لخوا په وړاندې شوې لایحه کې روسیې هم برخه واخیسته او د ټولو غاړو څخه غوښتل شوي دي چې د حلب په شمول د سوریې ټولو سیمو ته د بشري مرستو په رسولو کې باید مرسته وشي.

په عین حال کې نن په حلب کې د یاغیانو له سیمو او له هغو دوو حکومت پلوه کلیو څخه د خلکو تل پیل شوي دي چې حکومت یې د خوشي کولو شرط ایښی و.

د ترکیې د بهینرو چارو وزیر په ټویټر کې لیکلي دي چې تر نن ماښامه پورې شل زره کسان له ختیځ حلب څخه وویستل شول. خو ویل کیږي چې زرگونه نور لا تر اوسه پاتې دي.

د یکشنبی په ورځ د القاعده سره تړلېو جنگیالیو هغو بسونو ته اور واچاوه چې د فوعه او کفریا سیمو ته تلل. رپوټ وايی چی د النصره جبهې په دې اور اچونه کې لاس درلود.

هغه کډوال چې له حلب څخه په دې تیرو څو ورځو کې راوتلي دي په هغو کې یوشمېر ترکیې ته رسیدلي دي. یوشمیر نور د سوریې د ادلیب ولایت ته تللي دي. ادلیب هم په سوریه کې د یاغیانو تر ولکې لاندې دی.

ترکیه دغو خلکو ته د سوریې پولې ته نیژدې یو موقتي کمپ جوړوي چې تقریبا" زر تنه زخمي، معیوب او بوډاگان به پکې له یوشمېر کورنیو سره واچوي.

په تیرو څو ورځو کې په ډیرو اروپایي هیوادونو کې خلکو په سوریه کې د روان ظلم د غندلو لپاره د روسیې او ایران د سفارتونو مخې ته لاریونونه وکړل.