نړیوال څار اداره منتظره ده د سوریې کیمیاوي ساحې ته ولاړه شي

د سورېې رسمی خبري اژانس دا تصویر چې د سورېې د یوه ساینسي مرکز خرابه څرگندوي خپورکړیدی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر داروپايي ټولنی د غونډې په درشل کې ویلي ولسمشر بشارالاسد د سوریې په راتلونکي نظام کې ځای نلري

په سوریې کې د امریکا او ددغه هېواد د متحدینو له راکټي برېدونو څخه وروسته اوس هم ددغه برید پر جزئیاتو تاوده بحثونه روان دي.

د اروپايي اتحادیې د غونډې په درشل کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ولسمشر بشارالاسد ته د سوریې په راتلونکي نظام کې ځای نشته. همدارنګه، امریکا، فرانسه او بریټانیا نن په هاګ کې د کیمیاوي وسلو د څار له ادارې سره بیړنۍ غونډه کوي.

داغونډې ددی دپاره کیږي چې امریکافرانسه او بریتانیه کوشش کوي خپل پارلمانونه، نړیوال سازمانونه او د بشري حقونو د دفاع سازمانونه پدې قانع کړي چې په سوریه کې کیمیاوي وسله جوړیده او د اسد د حکومت لخوا پر ملکي خلکو استعمالیدله.

د همدې بیړنیو غونډو دویم بحث پدې دی چې وایي د کیمیاوي وسلو د تولید او استعمال په وړاندې د نړیوالو قوانینو مطابق باید په یوغږ څنګه او څه وخت اقدام وشي.

Your browser doesn’t support HTML5

سوریه او کیمیاوي برید

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي ادارې او.پي.سي.ډبلیو نن دوشنبې په هاګ ښار کې خپله بیړنۍ غونډه وکړه او د سوریې په دوما ښار کې یې د اپریل په اوومه د کیمیاوي وسلې په مشکوک استعمال يي خبرې وکړې.

د شنبې په ورځ د امریکا، فرانسې او بریتانیې په ګډه په سوریې باندې هوایي بریدو په داسی وخت کې وشول چې د کیمیاوي وسلو د مخنوي سازمان یو پلټنونکې پلاوی سوريې ته رسیدلی چې د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه تحقیق وکړي.

دا هیئت لاهم غواړي چې د دوما ښار ته ورشي. په دوما کې حکومتي امنیتي ځواکونه او د روسیې د اردو څارونکي ځواکونه ځای پرځای شوي او د حکومت په کنترول کې ده. د سوریې مخالفی ډلې شکایت کوي او وایي کیدلی شي چې په ساحه کې د کیمیاوي وسلو شواهد لدی وروسته پیدا نشي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه ویدیو خپره کړه او وایي د ورجینیا-کلاس جان وارنر نومی تحت البحري چې په مدیترانې کې يي لنګر اچولی و، دشنبې په ورځ يي په سوریې توغندي وویشتل.

د امریکا، فرانسې او بریتانیې الوتکو او جنګي بیړیو تر سلو زیات توغندي وویشتل او اکثریت يي د سوریې د دافع هوا پرته په هدفونو ولګیدل.

امریکايي مقاماتو د یکشنبې په ورځ په سوریې د متحده نظامي اقدام دفاع وکړه او وایي پدې بریدونو کې يي د جمهور رئیس بشارالاسد د غیرقانوني کیمیاوي وسلو تاسیسات وران کړل:

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویانده هیدر ناورت وايي: مونږ د یوې واحدې نړۍ په حیث دا مسؤلیت لرو چې برید وکړو او د سوریې د داډول فعالیت مخنوی وکړو. په همدې خاطر امریکا د خپلو متحدینو سره د سوریې په درې ساحو بریدونه وکړل. دا هغه دری ځایونه وو چې کیمیاوي وسلې پکې ساتل کیدی او ازمویل کیدلې.»

د سپینې ماڼۍویانده سارا هکبي سندرز هم وایي چې امریکا او متحدینو یي خپل ټاکلی هدف ترلاسه کړ: د توغندیو هدف په سوریه کې د خطرناکې کیمیاوي وسلې د جوړولو د ځای له منځه وړل وه او همداسی یي وکړل. سوریې، روسیې او ایران ته یې هم دا پیغام ورسولو چې کله جمهور رئیس ټرمپ تصمیم ونیسي بیا یي تطبیقوي.»

دغه ویاندې وویل جمهور رئیس ټرمپ پدې کوشش کې هم دی چې په سیمه کې د ایران د نفوذ مخه او د کیمیاوي وسلو د خپریدو مخنیوی وکړي.

د همدې بحثونو په جریان کې د ناټو عمومي منشي یانس ستولتنبرګ نن په انقره کې د ترکیې د دفاع وزیر سره ولیدل او ناوخته به د جمهور رئیس طیب اردوغان سره وویني. د ترکیې په شمول د ناټو سازمان په سوریې د وروستیو هوايي بریدونو ملاتړ کړی دی.

او په دمشق کې بیا په سلګونو خلک نن د خپل حکومت او امنیتي ځواکونو په ملاتړ راغونډ شوي وو. د سوریې وسله وال قوتونه وایي دوئ د لویدیځ د ګډو نظامي حملو په دفاع کولو کې بریالي شوې دي.

له بل پلوه، چین نن دوشنبې وویل چې په سوریه کې د امریکا، فرانسې او بریتانيې ګډ نظامي بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وه او یو نړیوال هیات باید دا معلوم کړي چې آیا په رشتیا په سوریه کې کیمیاوي وسله استعمال شوې که نه. په عینی وخت کې د کیمیاوي وسلو د څار سازمان د بریتانیې په مشرۍ یو هیات سوریې ته لیږلی خو د شنبې ورځې د امریکا او متحدینو لخوا يي د راکټي بریدونو وروسته، په سوریه کې پلاوي ته اجازه نده ورکړل شوې چې په دوما ښار کې هغه ساحې نه لیدنه وکړي چې ګمان کیږی کیمیاوي وسله به پکې کارول شوې اوسي. روسیې نن دوشنبې وویل چې دوئ به په سوریه کې د حقیقت موندنې د ورغلي پلاوي د کار مزاحت ونکړي.