اماراتو ته د اسد سفر د واشنګټن د سخت غبرګون سره مخ شو

بشارالاسد د ابو ظبي د ولیعهد شیخ محمد بن زاید النهیان سره د کتنې پر وخت

د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد د جمعې په ورځ مارچ ۱۸ (کب۲۷) د عربي متحده اماراتو د ابو ظبي د ولیعهد شیخ محمد بن زاید النهیان سره وکتل.

دا د ۲۰۱۱ کال راپدیخوا چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې لومړی ځل دی چې د دې هیواد جمهور رئیس یو عربي هیواد ته په رسمي سفر ځي.

د امریکا متحده ایالاتو دا ملاقات وغانده او د یو "دیکتاتور" سره د اړیکو د عادي کیدو هلې ځلې او د اسد رژیم ته د مشروعیت ورکولو څرګنده هڅه یې وباله.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې واشنګټن د د اسد سره د اړیکو د عادي کولو له هڅې سره مخالف دی. هغه زیاته کړه چې متحده ایالات به د سوریې بندیزونه لرې نکړي، مګر دا چې د شخړې لپاره د سیاسي حل په لور پرمختګ ترلاسه شي.

ښاغلي پرایس وویل: "د هغو هیوادونو څخه چې غواړي د اسد له رژیم سره تعامل وکړي غواړو چې هغه خطرناک جنایتونه چې [د اسد] رژیم په تیره لسیزه کې د سوریې د خلکو په وړاندې کړي او همداشان د بشر دوستانه مرستو او امنیت ته د زیاتو هیوادونو د لاسرسي د مخنیوي لپاره د رژیم د دوامداره هڅې په پام کې ونیسي. "

واشنګټن د نومبر په میاشت کې کله چې د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر د دمشق لیدنه وکړه او د اسد سره یې وکتل هم خپله اندیښنه څرګنده کړې وه.

اسد د کورنۍ جګړې په ترڅ کې په تیرو ۱۱ کلونو کې یواځې ایران او روسیې ته سفرونه کړي وو.


عربي متحده اماراتو په ۲۰۱۲ کال کې د سوریې سره اړیکې پرې کړې او داسې ښکاري چې د ښاغلي اسد دا سفر د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د عادي کیدو یوه نښه وي.


د عربي متحده اماراتو په مطبوعاتو کې ویل شوي چې ښاغلي اسد او ښاغلي نهیان د دواړو هیوادونو تر منځ د "ورورګلوۍ" د اړیکو په هکله خبرې کړي.

د مطبوعاتو په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې دواړو مشرانو د عربو په سیمه او منځني ختیځ کې د امنیت، ثبات او سولې د ټینګښت، د سوریې څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د سوریې د خومختارۍ د خوندي ساتلو په هکله خبرې اترې کړي

د سوریې رسمي خبري اژانس هم دا ملاقات تائید کړی او ویلي یې دي چې د ملاقات له کبله د دواړو هیوادونو تر منځ همکاري لا ټینګه شوې.


د ۲۰۱۱ کال راپدیخوا چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پيل شوې، د دې هیواد اقتصادي وضعیت له یوې خوا د دوادمدارې جګړې، له بلې خوا د عربي هیوادونو او لویدیځ لخوا پدې هیواد اقتصادي بندیزونو او په عرب لیګ کې د سوریې د غړیتوب د ځنډیدو له کبله د ګڼ شمیر ستونزو سره مخ شوی.

خو عربي متحده اماراتو په ۲۰۱۸ کال کې د سوریې په پایتخت دمشق کې خپل سفارت بیرته پرانیست او هلې ځلې کوي چې دا هیواد بیرته په عرب لیګ کې ورګډ کاندي.

سره لدې چې عربي متحده اماراتو د عرب لیګ څخه د سوریې د ایستلو یو مهم ملاتړی هیواد و خو تیر کال یې بیرته د سوریې څخه وغوښتل چې پدې لیګ کې شامل شي.

د اماراتو تر ټولو جګپوړي دپلومات تیر کال د نومبر په میاشت کې د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد سره په دمشق کې وکتل او د کورنۍ د جګړې د پیل راهیسې دا لومړی ځل و چې د ښاغلي اسد سره د عربي نړۍ یو جګپوړي چارواکي کتل.


په سوریه کې د کورنۍ جګړې له کبله شاوخوا ۵ سوه زر ه کسان وژل شوي او په میلونونو نور دننه په هیواد کې بې ځایه شوي او یا یې نورو هیوادونو ته کډه کړې.