د بشري حقونو څار اداره : په سوریې کې په تیرو دریو ورځو کې ۳۵ تنه د محکمې حکم پرته وژل شوي

د سوریې د نوي حکومت وسله وال د حمص په ښار کې ګزمه کوي.

د بشري حقونو څار یوې ادارې یکشنبه جنوري ۲۶ ( سلواغې اوومه) ویلي چې په سوریې کې د اسلامپالو مشرانو سره تړلو وسله والو پدې تیرو ۷۲ ساعتونو کې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې ۳۵ کسان په صحرایي محکمو کې وژلي دي.

د څار دا اداره چې مرکز یې په بریتانیې کې دی خو په سوریه کې د جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره پراخې شبکې لري، ویلي چې اکثریت وژل شوي د سوریې د پخواني رژیم افسران دي.

لا معلومه نده چې دا کسان چا وژلي خو د سانا رسمي خبري اژانس ویلي چې پولیسو د همدې تیرې جمعې په ورځ د "جنایي ډلو" ګڼ شمیر غړي د بیلا بیلو سرغړاونو له کبله نیولي چې د امنیتي خدماتو غړیو په جامو کې عام خلک ځورولي.
د بشري حقونو ادارې همدرانګه ویلي چې د هیواد په یو شمیر سیمو کې د مذهبي اقلیتونو سره هم ناوړه چلند کیږي خو دا یې ندي ویلي چې دا چلند د سوریې د اوسني حکومت غړي او که غیر قانوني وسله وال کوي.

د څار دې ادارې زیاته کړې چې د سوریې نوي حکومت لسګونه هغه ملیشې نیولي چې تازه یې د حمص په ولایت کې امنیتي عملیات کړي. دې ادارې ویلي چې د همدې ملیشو غړیو د اسد د رژیم هغه سرتیري په صحرایي محکمو کې وژلي چې ځانونه یې د عفوې په بدل کې حکومت ته سپارلي و.

د ادارې په راپور کې ویل شوي چې وسله والو ډلو په دولتي چارو کې د ګډوډیو، بې شمیر وسلو شتون او د دې هیواد نویو مشرانو سره د اړیکو څخه په ګټې اخیستو د علوي فرقې غړیو پسې ورغلي، غچ یې ترې اخیستی او د پخوانیو دښمنیو حساب یې ورسره کړی.

د بشري حقونو څارې ادارې همدارنګه ویلي چې وسله والو خلک په ډله ایزه او خپلسرې توګه نیولي، ظالمانه رویه یې ورسره کړې، په مذهبي نښو یې بریدونه کړي، له مړیو یې د بدن غړي پرې کړي او عام خلک یې په وحشیانه او ډله ایزه توګه په صحرایې محکمو کې وژلي دي.
په عین حال کې د مدني سولې ډلې په نامه د مدنې ټولنې یو سازمان ویلي چې د حمص ولایت په ګڼ شمیر کلیو کې د ملکیانو مړي موندل شوي. دې سازمان په یوې اعلامیې کې په "ناموجوبه توګه" د ملکیانو وژنه غندلې ده.

سره لدې چې د سوریې نویو حاکمان په هیواد کې ټولو اقلیتونو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړی خو د علوي شعیه فرقې غړي چې اسد هم له همدې فرقې څخه و، ویره لري چې ښایي د بشارالاسد په ټس کې له دوي غچ واخیستل شي.