انگېلا مرکل: د سورېې د حل په لاره کې نهايي اقدام انتخابات دي

له چپې خوانه انگېلا مرکل، ولادي مپرپوټین، رچب طیب اردوغان او ایمانویل مکرون د استانبول په عالی غونډه کې، ترکیه کې د اکتوبر ٢٧ – مه .

د ترکېې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان، د فرانسی جمهوررئیس ایمانویل مکرون، د روسېې جمهوررئیس ولادیمیر پوټین او د جرمنی صدراعظمی انگیلا مرکېل د استانبول په عالی غونډه کې په سوریه کې د اوربند په دوام ټېنگار وکړ

د ترکېې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان، د فرانسی جمهوررئیس ایمانویل مکرون، د روسېې جمهوررئیس ولادیمیر پوټین او د جرمنی صدراعظمی انگیلا مرکېل د استانبول په عالی غونډه کې وویل په سوریه کې به د نوي ا ساسی قانون د جوړولو لپاره یوه کمېټه جوړه شی چی دکال په آخر کې به په کار پیل وکړي. پوټین وايی چی مسکو به په دې کمیټه کې برخه واخلي.

دغو څلورو واړو مشرانو د ملگرو ملتونو هغه غوښتنه بیا تکرارکړله چی وايی پکارده دا جگړه چې په سوونو زره کسان پکې ووژل شول د یوې سیاسی روغې جوړې له لارې حل شی.

دروسېې جمهوررئیس ولادیمیر پوټین وویل: پکارده چی موږ په بشپړ ډول د سورېې له حکومت او همدرانگه په دې معامله کې له شریک ایران سره سلا مشوره وکړو. ځکه چې ایران د سوله ئیز حل او غېرنظامی ساحې د منځته راوستلو تضمین کوونکی هیواد دی.

د جمرمنی صدراعظمی انگیلا مرکیل د سورېې د بیارغونی په ترڅ کې وویل چی پکارده موږ هڅې وکړو چی د اساسی قانون کیټه د کال تراخره پورې جوړه شی خو ترهغی وروسته سیاسی بهیر پیل شی.

د ترکېې جمهوررئس چی ددې کنفرانس کوربه دی د شنبی په ورځ ېې پریوه دوامدار اوربند ټینگار وکړ.

Your browser doesn’t support HTML5

د سورېې لپاره د اوربـــنـد او سولې هڅې

دترکېې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان وویل: زموږ اساسی مقصد دادی څومره ژر چی کیدلی شی یو بشپړ اوربند د جگړې په ډگر کې تاسیس شی او وینه تویونه په ټپه ودریږی؛ موږ په دې هم بحث وکړ چی یوه ساسی حل لاره د سورېې د خلکو له مشروع غوښتنو سره سمه منځته راشی. څو په هېواد کې ثبات منځته راشی.

د فرانسی جمهوررئیس امانویل مکرون هم په سوریه کې داوربند په دوام ټینگار وکړ. د فرانسی جمهوررئیس ایمانویل مکرون وویل:څو اونی مخکی ترکیه اوروسیه دې نتیجی ته ورسېدل چې نن به عملی شی او هغه داچی یودوامدار اوربند د ادلیب په سیمه کې منځته راشی. موږ به دا بهیر په ځېر څارو چې دغه اوربند باثباته او دوامدار واوسي.

پوټین په خپله وینا کې په سوریه کې درادیکال عناصرو په له منځه وړلو هم ټینگار وکړ. هغه وویل: که څه هم دا یوواقعیت دی چی په سوریه کې د تشدد کچه زښته ډیره ټیټه شویده خو دا لاتراوسه پورې یوه مهمه وظیفه گڼل کېږی چی ټول رادیکال عناصر له چی هلته پاتی دي له منځه ولاړ شی.

په دې مشرانو کې ترکېې له ډیر پخوا راهیسی د د سورېې د یاغیانو ملاتړ کړی دی چی د اسد درژیم سقوط غواړی او روسېې د بشارالاسد درژیم ملاتړ کړیدی. تیره میاشت روسېې او ترکېې د یوې سیاسی معاملې په ترڅ کې په دې مواقفه وکړله چی د سوریې د ادلېب په شمال ختیځ کې کې یوه غېرنظامی ساحه تاسیس شی.

ددغو څلورو واړو مشرانو ترمنځ دخبرو اساسی ټکي داو چی د سورېې لپاره چې د څو کلونو راهیسی جنگ ځپلی او ویجاړه کړیده د سولی اوبیارغونې لارې چارې ولټول شی.

دهغوی ترمنځ د اختلاف یومهم ټکی د سورېې د جمهوررئیس بشارالاسد برخلیک دی. نوموړی د ایران او روسېې له ملاتړنه برخمن دی. دروسېې اوایران په ملاتړ هغه دخپل هېواد زیاته برخه له یاغیانو نه بیرته نیولی ده او په دې ترڅ کې ېې تر ۴٠٠ سوو زرو نه زیات کسان وژلی دي.