که سوریه بیا کیمیاوي وسلې وکاروي، لویدیځ به څه وکړي؟

سوریې او روسیې دا بریدونه په کلکه غندلي دي

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر وايي‌ که سوریې بیا کیماوي وسلې استعمال کړي، دوی به پر نورو لارو غور وکړي.

وزیر بوریس جانس د یکشنبې په ورځ (اپریل۱۵) وویل برتانیا د اوس لپاره پر سوریې د نورو بریدونو پلان نلري. ښاغلی جانس داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د جمعې په ورځ پر سوریې د امریکا، برتانیا او فرانسې هوايي بریدونو یو لړ بحثونه پارولي دي.

خو ښاغلي جانس نور معلومات ورنکړل چې له نورو لارو چارو څخه یې هدف څه دی.

امریکا او ایتلافیان وايي د سوریې د کیمیايي پروګرام مرکزونه یې وېشتلي دي،‌ روسیې دا بریدونه غندلي‌دي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې دابریدونه یې پر ولسي خلکو د سوریې د رژیم د ځواکونو له لوري د کیمیاوي وسلو د کارولو په ضد وکړل. د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس ایتلافیان وايي چې دوی د بشارالاسد د پرځولو پلان نلري.

سوریې دا بریدونه پر خپلې خاورې د لویدیځ تر ټولو ستر یرغل بلل دی او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي دي چې دا بریدونه ناقانونه او دوی ته د منلو نه دي.

په همدې حال کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مکداد د کیمیاوي وسلو د نړیوالې څارونکې ادارې له پلټونکو سره لیدلي دي. د دوی د ملاقات پر مهال روسي افسران او د سوریې امنیتي چارواکي‌ هم حاضر وو.

ټاکلې شوې چې پلټونکې د بریدونو سیمې ته ورشي او هر څه په خپلو سترګو وویني.