په سوریه کې یاغي وسله والو پنجشنبې دسمبر پنځمه (لیندۍ ۱۵) وویل چې د حما د مرکزي ښار په شاوخوا کې د حکومتي ځواکونو سره د درې ورځو سختو جګړو وروسته دغه ښار ته ننوتلي دي.
د سوریې ترټولو ستر ښار حلب څو ورځې وړاندې د یاغیانو لاس ته ولوېد.
د سوریې پوځ هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د حما ښار په ختیځ کې له یاغیانو سره د سختو نښتو وروسته، د ښار له مرکزي برخو څخه شاتګ ته اړ شوي دي.
د ۲۰۱۱ په مارچ کې له یو پاڅون وروسته په سوریه کې د کورنیو جګړو د پیل راهیسې، حما یو له څو محدودو ښارونو څخه دی چې حکومت ورباندې بشپړ کنترول درلود. ددغه ښار له لاسه وتل د ولسمشر بشارالاسد لپاره ستر شاتګ ګڼل کیږي.
یاغیانو څو ورځې وړاندې له ناڅاپي برید وروسته د سوريې ترټولو ستر حلب ښار ونیو. دا له ۲۰۱۶ راهیسې په دغه ښار باندې د یاغیانو لومړنی برید و. هغه کال د روسیې د هوايي بریدونو په مرسته حلب له یاغیانو څخه د بشارلاسد لاس ته ولوېد چې د روسیې ترڅنګ د ایران او د ایران ملاتړي حزب الله ډلې په مرسته په واک کې پاتې دی.
د دغه تازه بریدونو مشري د حیات تحریر الشام جهادي ډله او د "سوریې ملي پوځ" په نوم د ترکیې ملاتړې ملیشه ډلې کوي.
د سوریې په کورنۍ جګړه کې دا تازه تاوتریخوالی په داسې حال کې رامنځته شوی چې د سوریې سیمه ایز او نړیوال ملاتړي په خپلو نور قضیو کې بند پاتې دي.
د نومبر د ۲۷مې راهیسې د پیل شویو دغو تازه نښتو له کبله په سوریه کې لسګونه زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
یاغیانو د پنجشنبې په ورځ په خپل ټلیګرام چینل کې وویل چې حما ته ننوتلي او د ښار د مرکز په لور روان دي.
په چینل کې جګړن حسن عبدالغني په نوم ځايي مشر له خولې ویل شوي: "زموږ ځواکونه د حما د ښار په داخل کې د سیمو د لاندې کولو په حال کې دي."
په بریتانیا کې میشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې وسله وال د حما ښار ځینو شمال لویدیځو برخو ته ننوتلي دي.
ددغې ادارې مشر رامي عبدالرحمن اسوشیتد پرس اژانس ته وویل: "که حما سقوط وکړي دا به د [بشارالاسد] د رژیم د سقوط پیلامه وي."