افغان کرکټ لوبډلې سریلانکا ته لوبه وبایلله

عکس(ارشیف)

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په استرلیا کې د کرکټ نړیوال شل اوریز جام لوبو کې خپله څلورمه لوبه پر سریلانکا وبایلله.

دغه لوبه چې نن سې شنبه نومبر لومړۍ (لړم لسمه) د استرالیا په بریزبن په ښار کې تر سره شول. د افغانستان کرکټ بورډ د یادې لوبې په اړه ویلي: "افغان اتلانو په نړیوال جام کې خپله څلورمه لوبه سریلانکا ته په ۶ وېکټو وبایلله."

ټاکل شوې افغان لوبډله د کرکټ نړیوال شل اوریز جام کې خپله وروستۍ لوبه د راتلونکي جمعې په ورځ د کوربه هیواد استرالیا په وړاندې تر سره کړي.

په دغه جام کې افغانستان تر اوسه یوازې انګلستان سره سیالي کړې چې د انګلستان په ګټه تمامه شوې وه. پاتې دوه سیالۍ چې د آیرلنډ او نیوزي لنډ سره وې او دواړه د باران له کبله لغوه شوې.

په نړیوال جام کې تر دې مهاله د تر سره شویو لوبو له مخې د ټیمونو امتیازونه په لاندې ډول دي.